bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 32
Ezekiel 32
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 31
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 33 →
1
د دولسم کال، د دولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2
”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.
3
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ډېر خلق درولېږم چې تا زما په جال کښې راګېر کړى، او په هغې کښې به دې د اوبو نه رابهر کړى.
4
زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى.
5
زۀ به ستا غوښه په غرونو ونولم او ستا په لاش به دَرې ډکې کړم.
6
زۀ به زمکه دومره ستا په وينو رنګ کړم چې د غرونو سر ته ورسى، او ګړنګونه به ستا د وينو ډک کړم.
7
کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى.
8
زۀ به ستا دپاره د آسمان ټولې رڼاګانې تيارې کړم، زۀ به ستا په زمکه باندې تيارۀ راولم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
9
زۀ به د ډېرو قومونو زړونه پرېشانه کړم کله چې زۀ د نورو مُلکونو په مينځ کښې تا تباه کړم، په هغه مُلکونو کښې چې تا نۀ پېژندل.
10
زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى.
11
ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بابل د بادشاه تُوره به ستاسو خلاف راشى.
12
زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بېرحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى.
13
زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى.
14
بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
15
کله چې زۀ د مِصر مُلک وران ويجاړ کړم او دا زمکه د هر څۀ نه خالى کړم، کله چې زۀ هغوئ ټول هلاک کړم څوک چې هلته اوسيږى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
16
دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
17
د دولسم کال د اولې مياشتې په پينځلسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
18
”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.
19
هغوئ ته ووايه، ولې تۀ د نورو نه ډېره ښائسته يې څۀ؟ عالمِ ارواح ته لاړه شه او د ناسنتو په مينځ کښې پرېوځه.
20
هغوئ به د هغه چا سره مړۀ شى څوک چې په تُوره قتل شوى دى. تُوره راويستلے شوې ده، هغه پرېږده چې خپل ټول لښکر سره عالمِ ارواح ته راښکلے شى.
21
لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.
22
اسور خپل ټول فوج سره هلته پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى.
23
د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.
24
عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى.
25
د هغۀ دپاره د مړو په مينځ کښې د آرام ځائ جوړ شو، د هغې ټولو فوجيانو سره د هغې د قبر نه چاپېره. هغوئ ټول ناسنته دى او په تُوره وژلے شوى دى. ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو، هغوئ د هغه چا سره شرمنده پراتۀ دى څوک چې په قبر کښې دى.
26
مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو.
27
هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.
28
تۀ به هم، اے فِرعونه تيکه تيکه شې او د ناسنته په مينځ کښې به ښخ کړے شې، د هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.
29
ادوم هلته د خپلو بادشاهانو او شهزادګانو سره دے، باوجود د خپل ټول طاقت هغوئ د هغوئ په مينځ کښې پراتۀ دى څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ د ناسنتو سره پراتۀ دى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان دى.
30
د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بېعزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى.
31
فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
32
تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
← Chapter 31
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 33 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48