bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Ezekiel 42
Ezekiel 42
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 41
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 43 →
1
بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.
2
هغه کور چې دروازه يې د شمال طرف ته وه هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه او اووۀ اتيا نيم فټه پلنه وه.
3
دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.
4
د دې کوټو په مخکښې يوه دننه لار وه اوولس نيم فټه پلنه او يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه. د دې دروازې په شمال کښې وې.
5
نو بره کوټې تنګې وې، ځکه چې په دې کښې هالونو د لاندې او مينځنى منزلونو د کور د کوټو په نسبت ډېر ځائ نيولے وو.
6
د درېم چت په کوټو کښې ستنې نۀ وې، لکه څنګه چې د دربار وې، نو دا نسبت د لاندې او مينځنى چتونو نه لږې شان وړې وې.
7
هلته بهرنے دېوال د کوټو او د بهرنى دربار سره برابر وو، او دا د کوټو مخې ته اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو.
8
نو د کوټو قطار د بهرنى دربار په طرف اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو، او د مقدس ځائ سره نزدې قطار يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
9
لاندې کوټو ته د مشرق طرف نه د ننوتو لار وه کومه چې دې ته د بهرنى دربار نه ورننوځى.
10
د خُدائ د کور جنوب طرف ته يو بله آبادى وه چې د مالِک خُدائ د کور مغرب طرف ته وه
11
چې د دې مخې ته د تېرېدو لاره وه. دا لکه د شمال د کوټو په شان وې، دا هم هغه هومره اوږدې او پلنې وې، او هم يو شان لارې او ناپ يې وو. د شمال د تېرېدو د دروازو په شان د دې
12
د کوټو دروازې جنوب طرف ته وې. هلته يوه دروازه وه چې دا د حِفاظتى دېوال سره يو شان د مشرق طرف ته غزېدلې وه، په کومه چې يو کس کوټو ته ننوځى.
13
بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.
14
کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“
15
کله چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور دننه هر څۀ ناپ کړل، بيا هغۀ زۀ په مشرقى دروازې بهر راوويستلم او هغۀ ګېرچاپېره ټول هر څۀ ناپ کړل.
16
هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
17
بيا هغۀ شمال طرف ته دېوال ناپ کړو، دا د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.
18
هغۀ جنوبى طرف دېوال ناپ کړو، هغه د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.
19
بيا هغه مغرب طرف ته تاو شو او هغه دېوال يې ناپ کړو، او د ناپ په چوکې دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.
20
بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.
← Chapter 41
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 43
Chapter 44
Chapter 45
Chapter 46
Chapter 47
Chapter 48
Chapter 43 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
43
44
45
46
47
48