bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 19
Numbers 19
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 20 →
1
مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،
2
”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،
3
او هغوئ به هغه بيا اِلىعزر اِمام له ورکړى. هغه به د خېمو نه بهر بوتلے شى او د هغۀ په مخکښې به حلاله کړے شى.
4
اِلىعزر به بيا د هغې څۀ وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به اووۀ ځلې وينه خېمې ته مخامخ وشيندى.
5
ټوله غوا، سره د څرمنې، غوښې، وينې او کولمو، به د اِمام په مخکښې وسوزولے شى.
6
بيا به هغه د دِيار لرګے، څۀ وېلنى او يو سور تار راوړى او دا به په اور کښې واچوى چرته چې غوا سوزيږى.
7
د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
8
چا چې غوا سوزولې وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.
9
بيا هغه سړے کوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو دپاره به استعماليږى. دا رسم به د ګناه د لرې کولو دپاره ادا کيږى.
10
چا چې ايرې راټولې کړې وى هغه به خامخا خپلې جامې وينځى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. دا اصُول د راتلونکى ټولو وختونو دپاره دى، دا به د بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک د خلقو دپاره وى چې د هغوئ سره اوسيږى.
11
هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
12
هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.
13
هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
14
کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
15
په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى.
16
کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
17
کومه غوا چې د ګناه د لرې کولو دپاره سوزولے شوې وه د هغې نه لږې ايرې به د ناپاکۍ لرې کولو دپاره واخستلے شى او په يو لوښى کښې به واچولے شى او روانې اوبۀ په کښې واچوئ.
18
يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى او اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان او په هغه خلقو وشيندى چې کوم هلته وى او په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کوم چې د بنى آدم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى.
19
پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په درېمه او په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. او په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو او په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى.
20
هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
21
تاسو به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منئ. کوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
22
يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى او نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36