bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 3
Numbers 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 4 →
1
دا د هارون او د موسىٰ د خاندان د هغه وخت خبره ده کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې وکړې.
2
د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
3
د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول،
4
خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلىعزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.
5
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
6
”د ليويانو قبيله نزدې راوله او هغوئ د هارون اِمام دپاره خِدمتګاران مقرر کړه.
7
هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى.
8
هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.
9
ليويان د هارون او د هغۀ د زامنو د خِدمت دپاره وقف شوى دى.
10
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
11
نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
12
”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“
14
مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې موسىٰ ته حُکم وکړو
15
چې د ليويانو د قبيلو او کورَنو نومونه وليکى، هغه هر يو نر دې وشمېرى چې عُمر يې د يوې مياشتې يا د دې نه زيات وى،
16
او موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق د هغوئ نومونه وليکل.
17
د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى.
21
لِبنى او سِمعى دواړه د جيرسون قبيلې وې.
22
هغه ټول نران په شمېر کښې اووۀ زره او پينځۀ سوه کسان وُو چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
23
جيرسونيانو نمرپرېواتۀ طرف ته د مقدسې خېمې نه وروستو خېمې ودرولې،
24
د اِلياسف سره چې د لااېل زوئ او د جيرسون قبيلې مشر وو.
25
هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو،
26
د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربانګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
27
عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
28
د هغه ټولو نرانو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
29
قُهاتيانو د مقدسې خېمې جنوبى طرف ته خېمې ودرولې،
30
د اليصفن سره چې د عُزىاېل زوئ او د قبيلې مشر وو.
31
د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربانګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
32
د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلىعزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.
33
د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې.
34
د هغه ټولو نرانو شمېر شپږ زره او دوه سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
35
مراريانو د مقدسې خېمې شمالى طرف ته خېمې ودرولې، د صورىاېل سره چې د ابىخېل زوئ او د قبيلې مشر وو.
36
هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
37
هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.
38
موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.
39
د مالِک خُدائ په حُکم باندې چې موسىٰ او هارون د ليويانو کوم شمېر وکړو هغه ټول نران دوويشت زره وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.
40
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن زما دى. نو د اِسرائيلو د هر مشر زوئ نوم وليکه، چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وى. خو د هغوئ په ځائ زۀ دا د دعوې سره وايم چې ټول ليويان زما دى. زۀ مالِک خُدائ يم. زۀ دا هم وايم چې د ټولو وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى زما دى.“
42
موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن يې وشمېرل
43
چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو، هغوئ ټول په شمېر کښې دوويشت زره دوه سوه او درې اويا کسان وُو.
44
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
45
”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم.
46
خو د بنى اِسرائيلو مشران زامن د ليويانو نه دوه سوه او درې اويا کسان زيات دى، نو تۀ به هغه زيات زامن واپس اخلې.
47
د هر يو دپاره د منلے شوى معيار په مطابق پينځۀ د سپينو زرو سيکې ورکړه،
48
او دا پېسې هارون او د هغۀ زامنو ته ورکړه.“
49
موسىٰ هم هغه شان وکړل او د سپينو زرو سيکې يې واخستلې چې يو زر درې سوه او پينځۀ شپېتۀ وې
51
او د مالِک خُدائ د فرمان په مطابق يې هغه هارون او د هغۀ زامنو له ورکړې.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36