bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 29
Numbers 29
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 28
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 30 →
1
د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.
2
مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
3
د اوړو صحيح نذرانه پېش کوئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى يعنې درې کلو د سخى سره او دوه کلو د ګډ سره،
4
او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.
5
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ نو په دې سره د خپل ځان کفاره ادا کوئ.
6
او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
7
د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ.
8
مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
9
د غلې دانې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، درې کلو اوړۀ د سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،
10
او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.
11
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.
12
د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.
13
په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
14
د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې ورسره د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو اوړۀ د هر يو سخى سره، دوه کلو د هر يو ګډ سره،
15
او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.
16
د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ.
17
په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
18
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
20
په درېمه ورځ يوولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
21
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
23
په څلورمه ورځ لس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
24
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
26
په پينځمه ورځ نهۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
27
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
29
په شپږمه ورځ اتۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
30
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
32
په اوومه ورځ اووۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى قربانى کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
33
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
35
په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ.
36
په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه يوه سوزېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.
37
د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.
39
دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“
40
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو.
← Chapter 28
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 30 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36