bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 23
Numbers 23
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 24 →
1
بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربانګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“
2
بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربانګاه باندې پېش کړل.
3
بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،
4
او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربانګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“
5
مالِک خُدائ بلعام ته د وئيلو دپاره خبرې وښودلې او واپس يې بلق له ولېږلو چې هغۀ ته د هغۀ پېغام ورسوى.
6
نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب ټول مشران ورسره وُو.
7
بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.
8
زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟
9
د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم، د غرونو نه زۀ هغوئ وينم. هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى، هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومونو نه بختور دى.
10
د يعقوب اولاد د شګو په شان دے، څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟ پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان، پرېږده چې د صادقانو په شان په آرام مړ شم.“
11
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې دپاره راوستلے يې چې زما په دشمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ دپاره صِرف برکت غوښتلے دے.“
12
هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“
13
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“
14
بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربانګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.
15
بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه او هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“
16
مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى.
17
نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب مشران هم ورسره وُو. بلق ترې نه تپوس وکړو چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى،
18
او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.
19
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
20
ګوره، ما ته حُکم مِلاو شو چې د هغوئ دپاره برکت وغواړم، او چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے.
21
زۀ د بنى اِسرائيلو په راتلونکى وخت پوهېږم په هغوئ به څۀ بدبختى يا مصيبت نۀ راځى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے، هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے.
22
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى.
23
نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.
24
د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“
25
بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”تا په بنى اِسرائيلو باندې د لعنت وئيلو نه اِنکار کړے دے، خو ګوره چې برکت هم ورله ونۀ غواړې.“
26
بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“
27
بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“
28
نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے.
29
بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربانګاه جوړې کړه او اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان ما له راوله.“
30
بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربانګاه باندې پېش کړل.
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36