bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 35
Numbers 35
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 34
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 36 →
1
د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
2
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.
3
دا ښارونه به د ليويانو وى او هلته به اوسيږى. د څرن زمکه به د هغوئ د څاروو او نورو ځناورو دپاره وى.
4
د څرن زمکه به د ښار دېوالونو نه بهر پينځۀ سوه ګزه په هر طرف خوره وى،
5
چې هغه علاقه څلور واړو طرفونو ته تقريباً زر ګزه وى او ښار يې په مينځ کښې وى.
6
تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ
7
د څرن د زمکې سره، د هغوئ به ټول اتۀ څلوېښت ښارونه وى.
8
په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
9
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
10
”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن سيند نه پورې غاړه واوړئ او د کنعان مُلک ته ورننوځئ،
11
نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.
12
هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.
13
شپږ ښارونه خوښ کړئ،
14
چې درې د اُردن دې غاړې ته وى او درې د کنعان په مُلک کښې وى.
15
دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى.
16
خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.
19
دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.
20
کۀ څوک د چا سره کينه لرى او د هغۀ د مرګ منصوبه جوړوى، په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى نو دا يې قصداً وژنى
21
يا يې په سوک ووهى، نو هغه د قتل مجرم دے او هغه به وژلے شى. د مړى د نزدې خپلوانو دا ذمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.
22
خو کۀ يو کس په غلطۍ سره څوک ووژنى چې د هغۀ سره يې کينه نۀ وى، کۀ په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى،
23
يا چې د چا خيال نۀ وى او يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګر چې هغۀ له يې د تکليف رسولو اراده نۀ وى او دشمن يې هم نۀ وى،
24
نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى.
25
جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
26
چې کوم کس په غلطۍ سره د قتل مجرم وى کۀ هغه د پناه د ښار نه لاړ شى کوم له چې ورتښتېدلے وى
27
او د مړى خپلوان هغه پېدا کړى او وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګناهګار نۀ دے.
28
کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى.
29
دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ.
30
چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.
31
قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.
32
کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې دپاره چې کور ته واپس راشى.
33
هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.
34
هغه مُلک مۀ پليتوئ چرته چې تاسو اوسېږئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم.“
← Chapter 34
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 36 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36