bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Numbers 4
Numbers 4
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 5 →
1
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
2
”د ليويانو مردمشمارى وکړه چې هغوئ قُهاتيان دى. هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،
3
او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.
4
د هغوئ خِدمت به د ډېرو مقدسو څيزونو خيال ساتل وى.“
5
مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.
6
هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
7
هغوئ به په مېز باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى چې په کوم مېز باندې د مالِک خُدائ روټۍ وى او په دې به لوښى، د خوشبويۍ جامونه، د نذرانو جامونه او د څښلو نذرانو دپاره منګى کېږدى. په مېز به همېشه روټۍ پرته وى.
8
هغوئ به په دې هر څۀ باندې يوه سره کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه دې ورباندې واچوى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
9
هغوئ به د آسمانى رنګ يوه کپړه واخلى او ډيوټ، ډيوې، سرپوښونه، مجمعې او د زيتُونو تېلو ټول لوښى به ورباندې پټ کړى.
10
هغوئ به دا او د دې ټول څيزونه د څرمنې په يوه ښۀ ټوټه کښې تاو کړى او په وړُونکى چوکاټ به يې کېږدى چې په کوم باندې وړلے شى.
11
بيا به هغوئ د سرو زرو په قربانګاه باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به ورباندې واچوى او د وړلو دپاره بازوګان به وردننه کړى.
12
هغوئ به په مقدس ځائ کښې هغه ټول لوښى واخلى چې په خِدمت کښې استعماليږى، د آسمانى رنګ په يوه کپړه کښې به يې تاو کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به پرې واچوى او په وړُونکى چوکاټ باندې به يې کېږدى.
13
هغوئ به د قربانګاه نه ايره لرې کړى او په قربانګاه به د کاسنى رنګ کپړه خوره کړى.
14
هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربانګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
15
کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.
16
د هارون اِمام زوئ اِلىعزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.
17
بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل چې،
18
”قُهاتيان مۀ پرېږدئ
19
چې ډېرو مقدسو څيزونو ته نزدې راشى هسې نه چې مړۀ شى. د هغوئ د بچ کېدو د خاطره هارون او د هغۀ زامن به دننه ځى او هر سړى ته به خپل کار حواله کوى چې څۀ څيز به وړى.
20
خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“
21
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
22
”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې جيرسونيان دى، هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،
23
او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.
24
هغوئ به د دې سامان د وړلو ذمه وار وى يعنې
25
مقدسه خېمه، د دې دننه او بهر پړده، د دې دپاسه د ښې څرمنې ټوټه، د مقدسې خېمې پړده،
26
د مقدسې خېمې او قربانګاه نه ګېرچاپېره د دربار پړدې او رسۍ، دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې او هغه ټول سامان چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هغوئ به هغه ټولې ذمه وارۍ سر ته رسوى چې د دې څيزونو سره تعلق لرى.
27
موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.
28
په مقدسه خېمه کښې د جيرسونيانو ذمه وارۍ دا دى، هغوئ به دا د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې تر سره کوى.“
29
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردمشمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،
30
او د هغه ټولو سړو نومونه وليکه چې د هغوئ عُمر د دېرشو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې کار کولے شى.
31
هغوئ به د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو او د پښو وړلو ذمه وار وى،
32
او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.
33
دا د مراريانو د مقدسې خېمې د خِدمت ذمه وارۍ دى، هغوئ به د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې دا کار تر سره کوى.“
34
د ليويانو مردمشمارى موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او ليويان يې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرل، چې معلوم کړى چې څومره سړى شته چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى. دوه زره اووۀ سوه او پنځوس قُهاتيان وُو، دوه زره شپږ سوه او دېرش جيرسونيان وُو او درې زره او دوه سوه مراريان وُو. دا ټول په شمېر کښې اتۀ زره پينځۀ سوه او اتيا کسان وُو.
35
هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36