bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 13
1 Corinthians 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
1
که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم.
2
که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مظبُوط وى چه غرُونه وخوزوم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم.
3
که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته.
4
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،
5
نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.
6
مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.
7
داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.
8
دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى،
9
ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى.
10
خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى.
11
کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے.
12
اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم.
13
لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16