bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 3
1 Corinthians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
1
اَئے وروُڼو، ما تاسو سره هغه شان خبرے ونۀ کړے شوے لکه چه دَ رُوحانيانو سره بلکه داسے لکه چه دَ دُنياوى خلقو اَؤ دَ هغوئ سره چه په مسيح کښے ماشُومان دى.
2
ما تاسو ته پئ درکړلے خو ډوډئ نه، ځکه چه په تاسو کښے دَ هغے زغم نۀ وو بلکه اوس هم در کښے زغم نِشته.
3
ولے چه تر اوسه دُنيادار يئ، ولے چه په تاسو کښے کينه اَؤ جګړه ده. نو آيا تاسو دُنيادار نۀ يئ څۀ؟ اَؤ دَ دُنيا په مُطابق مُوٰ يُون ونۀ کړو؟
4
ځکه چه څۀ وخت چه يو وايئ چه زَۀ دَ پولوس يم اَؤ بل وائى چه زَۀ دَ اپولوس يم، نو آيا تاسو دَ دُنياوى خلقو په شان نۀ شوئ؟
5
اپولوس څۀ ته وائى؟ اَؤ پولوس څۀ ته؟ هغوئ خادمان دى دَ چا په وسيله چه تاسو ايمان راوړو اَؤ دَ دواړو هغه حيثيت دے کُوم چه هغوئ ته خُدائے ورکړو.
6
ما نهل کړو، اپولوس اوبۀ ورکړے، خو وده خُدائے ورکړه.
7
نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے، خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے.
8
نهل کوُونکے اَؤ اوبۀ ورکووُونکے دواړه يو دى، خو دواړه به دَ خپلے خوارئ په مُطابق اَجر بيا مُومى.
9
ولے چه مُونږ دَ خُدائے سره کار کوُونکى يُو، تاسو دَ خُدائے پټى يئ اَؤ دَ خُدائے ماڼئ.
10
ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو، دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى، نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى.
11
ځکه چه بغير دَ هغه بُنياد نه چه ايښودلے شوے دے، اَؤ هغه عيسىٰ مسيح دے، بل څوک بُنياد نۀ شى کيښودے.
12
که څوک په هغه بُنياد باندے دَ سرو زرو يا دَ سپينو يا دَ قيمتى کاڼو يا لرګو يا واښو يا دَ بُوسو رده ږدى،
13
نو دَ هغۀ کار به ښکاره شى ځکه چه دَ قيامت په ورځ به دَ اور سره راڅرګند شى. نو هغه به هغه کار راڅرګند کړى اَؤ هغه اور به په خپله دَ هر يو کار وآزمئى، چه څنګه دے.
14
دَ چا ماڼئ چه په هغه بُنياد شوے، باقى به پاتے شى اَؤ هغه به اَجر بيا مُومى.
15
اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى، خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښے بچ شى.
16
آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟
17
که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ.
18
هيڅوک دِ خپل ځان ونۀ غُلوى. که څوک په تاسو کښے په دے جهان ځان حکيم ګڼى نو ځان دِ ناپوهه کړى چه حکيم شى.
19
ځکه چه دَ دُنيا حِکمت دَ خُدائے په نزد بے وقُوفى ده، لکه چه ليکلى دى چه : ”هغه حکيمان دَ هغوئ په چالاکئ راګيروى.“
20
اَؤ دا هم چه : ”خُدائے دَ حکيمانو په خيالُونو پوهه دے چه باطل دى.“
21
نو بيا دِ په انسان څوک فخر ونۀ کړى، ولے چه هر څۀ ستاسو دى.
22
که پولوس وى اَؤ که اپولوس، که پطروس، که دُنيا، که ژوند وى که مرګ، که اوسنى څيزُونه وى که راتلُونکى، هر څۀ ستاسو دى.
23
اَؤ تاسو دَ مسيح يئ اَؤ مسيح دَ خُدائے دے.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16