bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 16
1 Corinthians 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
1
اوس دَ هغے چندے په حقله چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى څنګه چه ما دَ ګلتيانو جماعتُونو ته حُکم کړے دے، هغسے تاسو هم وکړئ.
2
دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى، دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى.
3
اَؤ کله چه زَۀ درشم نو چه څوک ستاسو خوښ وى، هغوئ له به زَۀ خط ورکړم اَؤ وبه ئے ليږم چه ستاسو شکرانه بيتُ المُقدس ته يوسى.
4
اَؤ که زما تلل هم مُناسب وى نو هغوئ به ما سره لاړ شى.
5
اَؤ زَۀ به دَ مِکدونيه په لاره تاسو له درشم ځکه چه ما ته دَ مِکدونيه په لاره هسے هم تلل دى.
6
شايد چه ستاسو سره ايسار شم اَؤ ژمے به تاسو سره تير کړم بيا چه کُوم پلو چه زَۀ دَ تلو نيت وکړم نو تاسو به مے واستوئ.
7
ځکه چه زَۀ اوس په لاره کښے تاسو سره مُلاقات کول نۀ غواړم بلکه زما دا اُميد دے چه که مالِک وغوښتل نو څۀ ورځے به تاسو سره تيرے کړم.
8
خو زَۀ به دَ پنتکُست اختر پورے په اِفِسوس کښے يم.
9
ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى.
10
که چرے تيموتيوس درشى نو خيال ئے وساتئ اَؤ دَ زړۀ دَ اِخلاصه هغه قبُول کړئ ځکه چه هغه زما په شان دَ مالِک کار کوى.
11
نو بايد چه هغه څوک سپک نۀ کړئ بلکه هغه صحيح سلامت دے لور ته را رُخصت کړئ چه ما ته راشى ځکه چه دَ نورو ورُوڼو سره دَ هغۀ اِنتظار کوم.
12
اَؤ ورور اپولوس ته ما ډير خواست وکړو چه دَ ورُوڼو سره تاسو ته درشى خو هغه دا وخت په درتلو بلکل راضى نۀ شو، خو هر کله چه موقع ورته په لاس ورشى نو دربه شى.
13
بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ.
14
څۀ چه کوئ په مينه ئے کوئ.
15
اَئے ورُوڼو، تاسو دَ ستِفناس خاندان پيژنئ چه هغه په اخيه کښے وړُومبى ايمانداران شول اَؤ دَ پاکانو په خدمت کښے تل ولاړ دى.
16
پس زَۀ درته دا سوال کوم چه دَ داسے خلقو تابع اوسئ بلکه دَ هر داسے سړى چه په دے کار اَؤ زيار کښے شريک دے.
17
اَؤ زَۀ دَ ستِفناس اَؤ دَ فرتوناتوس اَؤ اخيکوس په راتلو ډيرخوشحاله يم ځکه چه څۀ چه ستاسو نه پاتے شوى وُو، هغه هغوئ پُوره کړل.
18
اَؤ هغوئ زما اَؤ ستاسو رُوح تازه کړو نو دَ داسے کسانو ومنئ.
19
دَ ايشيا جماعتونه درته سلام وائى، اکوله اَؤ پرسکيله دَ هغے جماعت سره چه دَ هغوئ په کور کښے ده تاسو ته په مالِک کښے ډير ډير سلام کوى.
20
ټول ورُوڼه درته سلام کوى. يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ په يو بل سلام ووايئ.
21
زَۀ پولوس درته په خپل لاس سلام ليکم.
22
څوک چه دَ مالِک سره مينه نۀ لرى په هغۀ دِ لعنت وى، مالِک راتلُونکے دے.
23
دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ په تاسو وى.
24
تاسو ټولو ته چه په عيسىٰ مسيح کښے يئ، دِ زما مينه قبُوله شى.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16