bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 4
1 Corinthians 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
1
هر څوک دِ مُونږ دَ مسيح خادم اَؤ دَ خُدائے دَ رازُونو مُختار وګڼى.
2
اَؤ دلته په مُختار کښے دا خبره په کار ده چه هغه دِ ديانتدار وى.
3
خو زما دَ پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چه تاسو يا بل اِنسانى عدالت دِ زما جاج واخلى، بلکه زَۀ په خپله هم دَ ځان جاج نۀ آخلم.
4
نو زما زړۀ ما نۀ ملامتوى خو په دے زَۀ رښتُونے کيږم نه، بلکه زما مالِک زما جاج آخلى.
5
نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى.
6
اَئے ورُوڼو، ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ. دَ ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ.
7
نو په تاسو کښے فرق څوک کوى؟ اَؤ تا څخه کُوم داسے څيز دے چه هغه تا دَ خُدائے نه نۀ وى مُوندلے؟ اَؤ چه تا دَ خُدائے نه ومُوندلو نو بيا فخر دَ څۀ خبرے لکه تا ونۀ ومُوندل؟
8
تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ، چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے!
9
زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى، ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا، يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو.
10
مُونږ دَ مسيح په خاطر بے وقوف يُو، خو تاسو په مسيح کښے هوښيار يئ! مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زوره ور! تاسو عزتمن يئ اَؤ مُونږ سپک!
11
مُونږ تر اوسه وږى، تږى، بربنډ يُو اَؤ په سُوکُونو وهلے کيږو اَؤ بے درکه ګرزُو،
12
اَؤ په خپلو لاسُونو خوارى کوُو. خلق په مُونږ بد وائى، مُونږ ورته دُعا کوُو، هغوئ مو تنګوى، مُونږ ئے زغمو،
13
هغوئ مو بدناموى، مُونږ منت زارى کوُو. مُونږ تر نننئ ورځے دَ دُنيا دَ ډيران اَؤ دَ ټولو څيزُونو دَ ګرد په شان پاتے شوى يُو.
14
زَۀ دا خبرے ستاسو دَ شرمولو دَ پاره نۀ ليکم بلکه خپل خواږۀ فرزندان مو ګڼم اَؤ تاسو ته نصيحت کوم.
15
ولے چه که په مسيح کښے ستاسو اُستاذان په زرګُونو هم وى نو بيا هم ستاسو پلارُونه ډير نۀ دى، ځکه چه زَۀ دَ زيرى په وسيله په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو پلار جوړ شوم.
16
نو زَۀ تاسو ته زارى کوم چه زما په شان شئ.
17
دَ دے دَ پاره ما تاسو ته تيموتيوس دروليږلو، هغه په مالِک کښے زما خوږ اَؤ ديانتدار زوئے دے، اَؤ زما هغه طريقے چه په مسيح کښے دى، تاسو ته به دريادے کړى لکه چه زَۀ په هر ځائے کښے اَؤ په هر جماعت کښے تعليم ورکوم.
18
ځنے داسے لافے کوى چه زَۀ ګنى تاسو ته درتلے نه شم.
19
خو که مالِک وغوښتل نو زَۀ به تاسو ته زر درشم اَؤ دا خبره به معلُومه کړم چه دا کبرژن خلق تشے خبرے کوى يا څۀ کولے هم شى.
20
ځکه چه دَ خُدائے بادشاهت په خبرو نه، بلکه په قُدرت ولاړ دے.
21
نو تاسو څۀ غواړئ چه زَۀ کوتک په لاس درشم يا په مينه اَؤ نرمئ؟
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16