bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 5
1 Corinthians 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 6 →
1
ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى.
2
اَؤ تاسو پرے غمژن نۀ شوئ چه چا چه دا کار کړے دے، تاسو هغه وشړئ بلکه فخر کوئ.
3
زَۀ اګر که په جسمانى طور موجُود نۀ يم خو په رُوحانى طور موجُود يم. ګنى دَ موجُودګئ په حالت کښے مے په داسے کار کوُونکى زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم دا حُکم کړے دے،
4
چه هر کله چه تاسو جمع کيږئ نو ګنى چه زَۀ په رُوح کښے تاسو سره موجُود يم، نو زمُونږ دَ مالِک مسيح دَ قُدرت مدد واخلئ،
5
نو دَ داسے سړى وجُود دَ هلاکت دَ پاره شيطان ته وسپارئ، دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ رُوح دَ مالِک په ورځ خلاصُون بيا مُومى.
6
ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه لږه شان خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى؟
7
زړه خمبيره وباسئ، ځانُونه پاک کړئ چه تاسو تازه اخښلى اوړۀ جوړ شئ ځکه چه تاسو بے خمبيرے يئ، ولے چه زمُونږ هم دَ فسح ګډُورے، يعنے دَ مسيح قُربانى وشوه.
8
نو راځئ چه مُونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره اَؤ نۀ دَ بدئ اَؤ دَ شرارت په خمبيره بلکه په صفا زړۀ اَؤ دَ رښتياؤ په بے خمبيرے ډوډئ باندے.
9
ما په خپل خط کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه دَ حرام کارو سره ناسته پاسته مه کوئ.
10
دا خو نه چه تاسو بيخى دَ دُنيا دَ حرام کارو يا لالچيانو يا ظالمانو يا بُت پرستانو سره ملاويدل پريږدئ، ولے چه دغه شان خو به تاسو ته هډو دَ دُنيا نه وتل وُو.
11
نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ.
12
ځکه چه په بے ايمانانو دَ حُکم کولو زما څۀ کار دے؟ خو آيا داسے نۀ ده چه تاسو په ايماندارانو حُکم کوئ؟
13
خو په بے ايمانانو خُدائے حُکم کوى. ”نو بيا هغه بد سړے دَ مينځه وباسئ.“
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16