bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Corinthians 2
1 Corinthians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
1
اَئے ورُوڼو، کله چه زَۀ تاسو له راغلم اَؤ په تاسو کښے مے دَ خُدائے دَ راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ دَ اُوچتے درجے تقرير يا دَ حِکمت په زور نۀ وو.
2
ځکه چه ما دا اِراده کړے وه چه ستاسو په مينځ کښے دَ عيسىٰ مسيح بلکه په سولئ شوى مسيح نه بغير نور هيڅ ونۀ پيژنم.
3
اَؤ ما په عاجزئ، ويره اَؤ رپيدو په تاسو کښے وخت تير کړو.
4
اَؤ زما پيغام اَؤ زيرے دَ حِکمت په غُلووُنکو خبرو نۀ وو بلکه هغه دَ خُدائے دَ رُوح دَ قُدرت دَ مخه ثابت وو،
5
دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.
6
بيا هم په رُوحانى بالغانو کښے مُونږ دَ حِکمت خبرے کوُو خو نه دَ دے جهان اَؤ نه دَ دے فنا کيدُونکو سردارانو دَ حِکمت نه،
7
بلکه مُونږ دَ خُدائے دَ هغه پټ حِکمت راز بيانوُو چه خُدائے دَ دُنيا جوړولو نه مخکښے دا فيصله کړے وه چه مُونږ دَ هغه حِکمت په وسيله جلال ومُومو،
8
اَؤ کُوم چه دَ دے زمانے په سردارانو کښے يو هم نۀ دے پيژندلے ځکه چه که هغوئ پيژندلے وے نو دَ جلال مالِک به ئے په سولئ کړے نۀ وو.
9
بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه : ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو آؤريدلى اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى، هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى، تيار کړى دى.“
10
هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل، ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمى بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى.
11
څوک دَ بل اِنسان دَ زړۀ خبرے معلُومولے شى بغير دَ اِنسان دَ خپل رُوح نه چه په هغۀ کښے دے؟ دغه شان دَ خُدائے دَ رُوح نه بغير هيچا ته دَ خُدائے خبرے معلُومے نۀ دى.
12
خو مُونږ دَ دُنياوى رُوح نه نۀ دى مُوندلے بلکه دَ هغه رُوح نه چه دَ خُدائے دَ طرفه دے، دَ دے دَ پاره چه هغه خبرے وپيژنُو کُومے چه خُدائے مُونږ ته رابخښلى دى.
13
اَؤ مُونږ هغه خبرے په هغه الفاظو کښے نۀ بيانوُو چه انسانى حِکمت مُونږ ته را زده کړے دى بلکه په هغه الفاظو کښے چه مُونږ ته رُوح را ښوولى دى، اَؤ دغسے رُوحانى خبرے هغه چا ته ښايُو، په چا کښے چه دَ خُدائے رُوح وى.
14
خو دَ نفس بنده دَ خُدائے دَ رُوح خبرے نۀ قبلوى ځکه چه دا دَ هغۀ په نزد بے وقُوفى ده، اَؤ هغه په هغے نۀ شى پوهيدے ځکه چه هغه تش دَ رُوحُ القُدس په وسيله پوهيدے شى.
15
خو رُوحانى سړے ټولے خبرے وآزمئى خو په خپله به په چا ونۀ شى آزمائيلے.
16
څنګه چه صحيفے وائى چه : ”دَ مالِک په خيالُونو څوک پوهيدے شى چه هغۀ ته ئے صلاح ورکړى؟“ خو مُونږ دَ مسيح په شان عقل لرُو.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16