bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 1
1 Timothy 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
1
دَ پولوس له طرفه چه زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے اَؤ زمُونږ دَ اُميد دَ مرکز مسيح عيسىٰ په حُکم دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے.
2
دَ تيموتيوس په نُوم چه دَ ايمان په وسيله زما رښتُونے فرزند دے. تا ته دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه فضل، رحم اَؤ سلامتى حاصله وى.
3
لکه څنګه چه مِکدونيه ته دَ تلو په وخت ما تا ته دا نصيحت کړے وو چه په اِفسوس کښے پاتے شه اَؤ ځنے کسانو ته حُکم ورکړه چه غلط تعليم ورنۀ کړى،
4
اَؤ په هغه قِصو اَؤ بے حسابه نسب نامو دِ خيال نۀ کوى کُوم چه دَ تِکرار باعث جوړيږى اَؤ دَ هغه خُدائے دَ اِنتظام په مُطابق نۀ وى دَ کُوم دارومدار چه په ايمان دے.
5
دَ حُکم مقصد دا دے چه په پاک زړۀ اَؤ نيک نيت اَؤ رښتينى ايمان سره مينه پيدا شى.
6
دا ځنو خلقو پريښودل اَؤ په عبث خبرو پسے شول
7
اَؤ دَ شريعت اُستاذان جوړيدل غواړى، حال دا دے چه کُومے خبرے وائى اَؤ دَ کُومو چه په يقينى طور دعوىٰ کوى، په هغے پوهيږى هم نه.
8
خو مُونږ ټول پوهيږو چه شريعت ښۀ دے، خو په دے شرط چه څوک شريعت په صحيح طور استعمال کړى
9
يعنے دا معلُومه ده چه شريعت دَ صادِقانو دَ پاره نۀ دے بلکه دَ بے شرعے اَؤ سرکښو خلقو، بے دينو ګناه ګارو، ناپاکو اَؤ بے ادبو اَؤ دَ مور پلار قاتلانو اَؤ خُونيانو،
10
حرام کارانو اَؤ بچه بازو، اغوا کوُونکو، دروغژنو اَؤ دَ دروغو قسم خوړُونکو اَؤ دَ دے نه علاوه دَ صحيح تعليم خلاف دَ کار کوُونکو دَ پاره دے.
11
دا تعليم دَ خُدائے تبارک دَ جلال دَ هغه زيرى په مُطابق دے کُوم چه ما ته په حواله شو.
12
زَۀ دَ مالِک عيسىٰ مسيح شکر کوم چه ما له ئے طاقت راکړو چه زَۀ ئے ديانتدار وګڼلم اَؤ دَ خپل خدمت دَ پاره ئے وټاکلم.
13
اګر که اول زَۀ کُفر غروُونکے اَؤ عذابوُونکے اَؤ بے عزته کوُونکے وم، خو بيا هم په ما رحم وشو ځکه چه ما دَ بے اِيمانئ په حالت کښے په ناپوهئ دا کارُونه کړى وُو.
14
اَؤ زمُونږ دَ مالِک فضل دَ هغه ايمان اَؤ مينے کُوم چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دے، په مُونږ باندے بے حده نازل شو.
15
دا خبره رښتيا اَؤ په هر طور دَ قبلولو جوګه ده، چه مسيح عيسىٰ ګُناه ګارانو ته دَ خلاصُون ورکولو دَ پاره دُنيا ته راغے، چه په هغوئ ټولو کښے لوئے زَۀ يم.
16
اَؤ په ما رحم دَ دے دَ پاره وشو چه په ما لوئے ګُناه ګار کښے مسيح عيسىٰ خپل لوئے زغم ظاهر کړى، چه دَ هغه خلقو دَ پاره مِثال شى کُوم چه په هغۀ دَ تل ژوندُون دَ پاره ايمان راؤړى، زَۀ دَ هغوئ دَ پاره نمُونه شم.
17
اوس دَ ازلى بادشاه، يعنے غير فانى ناليدلى واحد خُدائے عزت اَؤ جلال دِ تل تر تله وى! آمين.
18
اَئے تيموتيوسه زويه! دَ هغه پيشن ګويو په مُطابق چه اول ستا په باب کښے شوى دى، زَۀ دا حُکم تا ته سپارم چه تۀ دَ هغے په مُطابق ښۀ جنګ وکړے،
19
اَؤ په ايمان اَؤ په هغه ښۀ ضمير قائم پاتے شے چه ځنے خلقو چه دَ خپل ضمير وانۀ وريدل، دَ هغوئ نه ايمان لاړو.
20
په هغوئ کښے هُميناوس اَؤ اسکندر دى چه ما دَ شيطان په حواله کړل چه خُدائے ته کُفر وئيل نه منع کيدل زده کړى.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6