bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 2
1 Timothy 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
1
نو بيا زَۀ دَ ټولو نه اول دا نصيحت کوم چه غوښتنه، دُعاګانے، شفاعت اَؤ شکرُونه دِ دَ ټولو خلقو دَ پاره کولے شى
2
دَ بادشاهانو اَؤ دَ ټولو لويو مرتبو دَ خاوندانو دَ پاره چه مُونږ پُوره په ديندارئ اَؤ سنجيدګئ سره په قلاره ژوند تيرول غواړُو.
3
دا زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے په نزد بهتره اَؤ غوره ده.
4
هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى.
5
ځکه چه يو خُدائے دے اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ اِنسان په مينځ کښے مينځګړے هم يو، يعنے مسيح عيسىٰ چه اِنسان دے،
6
چا چه خپل ځان دَ ټولو دَ پاره په فديه کښے ورکړلو چه په مناسبو وختُونو دَ هغۀ شهادت وشى.
7
زَۀ په دے غرض پيغام آؤروُونکے اَؤ رسُول اَؤ غيرو قومُونو ته دَ ايمان اَؤ صداقت خبرے ښوُونکے وټاکلے شوم، دروغ نۀ وايم بلکه رښتيا وايم.
8
نو بيا زَۀ غواړم چه خلق په هر ځائے کښے بغير دَ غُصے اَؤ تکرار نه پاک لاسُونه پورته کوى اَؤ دُعا غواړى.
9
هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره،
10
بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.
11
ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى.
12
اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى.
13
ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا.
14
اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه.
15
خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6