bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 5
1 Timothy 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
1
مشر سړے ملامت کوه مه بلکه دَ خپل پلار په شان نصيحت ورته کوه اَؤ ځوانان ورُوڼه ګڼه.
2
اَؤ زړے ښځے ميندے ګڼه اَؤ ځوانے ښځے په پوره پاکئ سره خويندے ګڼه.
3
دَ هغه کونډو چه په دُنيا کښے بل څوک نۀ لرى، دَ هغوئ عزت کوه.
4
که دَ کُونډے بچى يا نمسى وى نو هغوئ دِ اول دَ خپلے کورنئ هغه حق ادا کړى کُوم چه په هغوئ دَ خپل مذهب دَ لورى فرض دے، اَؤ داسے دِ دَ خپل مور پلار اَؤ دَ نيکُونو حق ادا کړى ځکه چه دا خُدائے ته قبُول دى.
5
کُومه کونډه چه بالکل يواځے وى اَؤ دَ هغے هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائے اُميد لرى اَؤ شپه ورځ په زارئ اَؤ دُعا کښے آخته وى.
6
اَؤ چه کُومه په عيش عشرت آخته شوه، هغه په ژوندانۀ مړه شوه.
7
دَ دے خبرو هم حُکم کوه چه هغوئ بے اِلزامه پاتے شى.
8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.
9
هغه کونډه دِ په فهرست کښے ليکلے شى کُومه چه دَ شپيتو کالو نه کمه نۀ وى اَؤ دَ يو خاوند نه پاتے شوے وى.
10
اَؤ په نيکو کارُونو کښے مشهُوره وى، دَ بچو تربيت ئے کړے وى، دَ مُسافرو ميلمستيا ئے کړے وى، دَ پاکانو پښے ئے وينځلے وى، دَ مُصيبت زپلو مدد ئے کړے وى اَؤ دَ هر ښۀ کار کولو ليواله وى.
11
خو دَ ځوانو کونډو نومُونه مه درج کوه ولے چه هر کله چه هغه دَ مسيح دَ خدمت خلاف دَ نفس تابع شى نو وادۀ کول غواړى،
12
اَؤ داسے دَ سزا لائقه وګرزى ځکه چه هغوئ خپل وړُومبے لوظ پريښودو.
13
اَؤ دَ دے نه علاوه هغوئ کور په کور ګرزى اَؤ بے کاره اوسيدل زده کوى، اَؤ صرف بے کاره نۀ پاتے کيږى بلکه غيبت اَؤ دَ نورو په کار کښے ګُوتے هم وهى اَؤ فضولے خبرے کوى.
14
نو زَۀ دا غواړم چه ځوانے کونډے دِ ميړۀ وکړى چه دَ هغوئ اَؤلاد وشى اَؤ دَ کور اِنتظام دِ کوى اَؤ دَ هيچا مخالف له دِ دَ بدے وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
15
ځکه چه ځنے کونډے ګُمراه شوى اَؤ دَ شيطان په لارے روانے دى.
16
که دَ چا ايمان راؤړُونکى ښځے سره کُونډے وى نو هغه دِ دَ هغوئ پالنه وکړى اَؤ په جماعت دِ پيټے وانۀ چوى، دَ پاره دَ دے چه دَ هغه چا مدد وکړے شى چه يواځے وى.
17
کُوم مشران چه دَ جماعت ښۀ اِنتظام کوى، خاص هغوئ چه په کلام آؤرولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے خوارى کوى، هغوئ دِ يو په دوه دَ عزت لائق وګڼلے شى.
18
ځکه چه دَ خُدائے کلام وائى چه ”تاسو دَ غوبل دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوئ“ اَؤ ”مزدور دَ خپلے مزدُورئ حقدار دے.“
19
کُومه دعوىٰ چه دَ چا مشر په خِلاف وشى نو هغه دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو نه بغير مه آؤره.
20
څوک چه ګُناه کوى، هغوئ دَ ټولو خلقو په وړاندے ملامتوه، دَ پاره دَ دے چه نور خلق هم وويريږى.
21
دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ اَؤ دَ هغه غوره شوو فرښتو په مخکښے حُکم درکوم اَؤ تا ته تاکيد کوم چه په دے خبرو بغير دَ تعصب نه عمل کوه اَؤ دَ هيچا طرفدارى مه کوه.
22
په چا زر لاس مه ږده چه دَ خُدائے دَ خدمت دَ پاره مخصوص شى، اَؤ دَ نورو په ګناهُونو کښے مه شريکيږه. خپل ځان پاک ساته.
23
دَ آئنده دَ پاره تشے اوبۀ مه څښه بلکه دَ خپلے معدے اَؤ اکثر ناجوړه کيدو په وجه لږ شان شراب هم استعمالوه.
24
دَ ځنو کسانو ګُناهُونه ښکاره وى اَؤ هغوئ به سزا ومُومى، اَؤ دَ ځنو ګُناهونه وروستو ښکاره کيږى.
25
دغه شان دَ ځنو ښۀ کارُونه هم ظاهر شى، اَؤ کُوم يو چه ښکاره نۀ شى، هغه هم پټيدلے نۀ شى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6