bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 6
1 Timothy 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
1
هغوئ ټول چه غُلامان دى، هغوئ دِ خپل مالِکان پُوره دَ عزت لائق وګڼى چه دَ خُدائے نُوم اَؤ زمُونږ تعليم بدنام نۀ شى.
2
اَؤ چه دَ چا مالِکان ايمان راؤړُونکى دى، هغه دِ هغوئ دَ ورورولئ په سبب سپک ونۀ ګڼى بلکه دَ دے دَ پاره ئے زيات خدمت وکړئ چه فائده آخستُونکى، ايمان راوړُونکى اَؤ ګران دى. تۀ دَ دے خبرو تعليم ورکوه اَؤ نصيحت کوه.
3
که څوک بل شان تعليم ورکوى اَؤ صحيح خبرے، يعنے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خبرے اَؤ هغه تعليم نۀ منى کوم چه دَ ديندارئ په مُطابق دے،
4
هغه مغرُور دے اَؤ په هيڅ نۀ پوهيږى، بلکه هغۀ ته دَ بحث اَؤ زبانى تکرار مرض دے چه دَ هغو په وجه کينه اَؤ جګړے اَؤ بده وينا اَؤ بد ګمانى،
5
اَؤ په هغه کسانو کښے مُدام تکرار پيدا کيږى دَ چا عقل چه خراب شوے دے، اَؤ هغوئ دَ حق نه محرُوم دى اَؤ ديندارى تش دَ ګټے ذريعه ګڼى.
6
هو ديندارى دَ قناعت سره ډيره دَ ګټے ذريعه ده.
7
ځکه چه نه خو مُونږ دُنيا ته څۀ راؤړل اَؤ نۀ دَ هغے نه څۀ وړلے شُو.
8
نو بيا که مُونږ سره دَ خوراک اَؤ دَ آغوستو څۀ وى نو په هغے دِ قناعت وکړو.
9
خو څوک چه دولتمند کيدل غواړى نو هغه دغه شان په آزميښتُونو اَؤ دَ ډيرو نورو عبثو نقصانى خواهشُونو په دام کښے ګيريږى کُوم چه خلق دَ تباهئ اَؤ هلاکت په درياب کښے غرقوى.
10
ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے، چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.
11
اَئے خُدائى بنده! تۀ دَ دے خبرو نه وتښته اَؤ دَ صداقت، ديندارئ، ايمان، مينے، صبر اَؤ په نرم طبيعت پسے کوشِش کوه.
12
اَؤ دَ ايمان په جنګ کښے ښۀ وجنګيږه، اَؤ په هغه ابدى ژوندُون قبضه وکړه دَ کُوم دَ پاره چه تۀ رابللے شوے ئے اَؤ دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے دِ ښۀ اِقرار کړے وو.
13
زَۀ دَ هغه خُدائے چه ټول څيزُونه ژوندى کوى، اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په مخکښے چا چه دَ پنطوس پيلاطوس په وړاندے ښۀ اِقرار کړے وو، حُکم در کوم اَؤ تا ته په ټينګه وايم.
14
چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو تر ورځے پورے حُکم بے داغه اَؤ بے اِلزامه ساته،
15
کُوم چه خُدائے په مُناسب وخت ښکاره کوى، هغه چا چه مبارک يکى يو حاکِم دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک دے.
16
هغه يواځے هغه دے چه هيڅ کله نۀ مرى اَؤ هغه په هغه نُور کښے اوسيږى چه څوک ورته رسيدلے نۀ شى، نۀ هغه هيچا اِنسان ليدلے دے اَؤ نۀ ئے ليدلے شى. دَ هغۀ عزت اَؤ بادشاهى دِ تل تر تله وى، آمين.
17
دَ دے موجُوده جهان دولتمندو ته حُکم ورکړه چه مغرُور کيږى دِ نۀ، اَؤ په نا اِعتبار دولت نه، بلکه په خُدائے دِ اُميد ولرى چه دَ مزو دَ پاره مُونږ له ټول څيزُونه ډير زيات راکوى،
18
اَؤ چه نيکى کوى اَؤ په ښو کارُونو کښے دولتمند شى، اَؤ سخاوت کولو ته تيار اَؤ مدد ته ملا تړلے اوسى.
19
اَؤ داسے به هغوئ ځان ته يوه داسے خزانه راټوله کړى چه په راتلوُنکى وخت کښے به دَ هغوئ دَ پاره يو مظبُوط بُنياد وى چه په هغے به هغوئ هغه ژوندُون تر لاسه کړى کُوم چه رښتينے ژوندُون دے.
20
اَئے تيموتيوس! دا امانت په حفاظت وساته اَؤ کُوم يو عِلم ته چه دَ سره عِلم وئيل غلط دى، دَ هغۀ په عبثو خبرو اَؤ دَ مُخالفت خيال مه ساته.
21
ځنو دَ هغه عِلم اِقرار وکړو اَؤ دَ ايمان نه راوګرزيدل. په تاسو ټولو دِ فضل وى.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
All chapters:
1
2
3
4
5
6