bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 4
1 Timothy 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
1
رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى.
2
دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى، دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے.
3
هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى، اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شکر ګذارئ سره وخورى.
4
ځکه چه دَ خُدائے هر پيدا کړے څيز ښۀ دے اَؤ هيڅ څيز دَ اِنکار لائق نۀ دے، خو په دے شرط چه دَ شکر ګذارئ سره وخوړے شى.
5
دَ دے دَ پاره چه هغه دَ خُدائے په کلام اَؤ په دُعا پاک شى.
6
که چرے تۀ ورُوڼو ته دا خبرے وريادوے نو دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم به جوړ شے اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ هغه ښۀ تعليم دَ خبرو په وسيله دَ کُومو چه تۀ پيروى کوے لګيا يئے پرورش به ومُومے.
7
خو دَ بے دينئ اَؤ دَ زړو ښځو په شان دَ قِصو نه ځان ساته اَؤ دَ ديندارئ دَ پاره تربيت کوه.
8
ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته.
9
دا خبره رښتيا ده اَؤ په هر شان دَ قبلولو لائقه ده.
10
مُونږ محنت اَؤ خوارى ځکه کوُو چه زمُونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائے دے چه دَ ټولو خلقو اَؤ خاص دَ ايمان راؤړُونکو خلاصوُونکے دے.
11
دَ دے خبرو حُکم کوه اَؤ تعليم ورکوه.
12
هيڅوک دِ ستا ځوانئ ته سپک ونۀ ګورى، بلکه تۀ دَ ايمان راوړُونکو دَ پاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان اَؤ پاکئ کښے نمُونه جوړ شه.
13
تر څو چه زَۀ نۀ يم راغلے، دَ کلام په لوستلو اَؤ نصيحت کولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے بوخت اوسه.
14
دَ هغه نعمت نه غافل کيږه مه کُوم چه تا ته حاصل دے، اَؤ دَ نبوت په وسيله دَ بزرګانو دَ لاس کيښولو په وخت تا ته درکړے شو.
15
دَ دے خبرو فکر ساته اَؤ په دے کښے مشغُول اوسه چه ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى.
16
دَ خپل ځان اَؤ دَ خپل تعليم ساتنه کوه اَؤ په دے خبرو کښے قائم پاتے شه ځکه چه په داسے کولو به تۀ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپلو آؤريدُونکو دَ خلاصُون باعث شے.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6