bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
1 Timothy 3
1 Timothy 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
1
دا خبره رښتيا ده چه څوک چه دَ جماعت دَ مشر جوړيدلو خواهش لرى نو هغه ښۀ کار غواړى.
2
نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک، دَ يوے ښځے خاوند، بيدار، شريف، سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى،
3
نۀ نشئ، نۀ جګړه مار، بلکه نرم مِزاج دِ وى اَؤ نۀ تکرارى اَؤ نۀ دولت طلبه،
4
چه دَ خپل کور په ښۀ شان بندوبست کوى اَؤ خپل بچى په ښے سنجيدګئ سره تابعدار ساتى.
5
که چرے يو سړے دَ خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو دَ خُدائے دَ جماعت به څۀ ساتنه وکړى؟
6
هغه دِ هيڅ کله هم نوے ايماندار نۀ وى، چه ونۀ پړسيږى، هسے نۀ چه دَ ابليس په شان سزا ومُومى.
7
اَؤ په کار دى چه دَ جماعت نه په بهر خلقو کښے دِ هم نيکنام وى، هسے نۀ چه په ملامتيا اَؤ دَ اِبليس په جال کښے پريوزى
8
هم دغه شان خادِمان دِ هم ادب ناک وى. دوه ژبى اَؤ شرابيان اَؤ دَ نا جائزے ګټے لالچيان دِ نۀ وى.
9
اَؤ دَ ايمان راز دِ په پاک زړۀ کښے قائم ساتى.
10
اَؤ دوئ دِ هم اول و آزمائيلے شى، دَ هغے نه پس که چرے بے اِلزامه ثابت شو نو دَ خدمت کار دِ وکړى.
11
دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى، غيبت کووُنکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى.
12
يو خادم دِ تش دَ خپلے يوے ښځے خاوند وى، اَؤ دَ خپلو بچو اَؤ دَ خپل کور دِ په ښۀ شان بندوبست کوى.
13
ځکه چه څوک چه دَ خدمت کار په ښۀ شان کوى، هغه دَ خپل ځان دَ پاره ښه مرتبه اَؤ په هغه ايمان کښے چه په مسيح عيسىٰ باندے دے، ډيره زړه ورتيا لرى.
14
سره دَ دے چه زَۀ تا ته زر دَ درتلو اُميد لرم خو بيا هم دا خبرے ځکه درته ليکم،
15
چه که زما په درتلو کښے ډيل وشى نو چه تا ته معلُومه شى چه دَ خُدائے په کور کښے، يعنے دَ ژوندى خُدائے په جماعت کښے کُوم چه دَ حق ستن اَؤ بنياد دے، څنګه سلُوک کول په کار دى.
16
په دے کښے هيڅ شک نِشته چه دَ ديندارئ راز لوئے دے، يعنے : هغه چه دَ اِنسان په شکل کښے ظاهر شو، اَؤ دَ رُوح په وسيله رښتُونے پاتے شو اَؤ فرښتو هغه وليدو، اَؤ په قومونو کښے دَ هغۀ پيغام خور شو، اَؤ په دُنيا کښے خلقو په هغۀ ايمان راؤړو، اَؤ په جلال کښے پاس اُوچت کړے شو.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6