bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 1
Galatians 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
1
دَ پولوس له طرفه چه بنى آدمو نۀ ټاکلے اَؤ نۀ رسُول کړے دے، بلکه دَ عيسىٰ مسيح اَؤ دَ پلار خُدائے له طرفه رسُول دے چه مسيح ئے دَ مړو نه بيا ژوندے کړو.
2
زَۀ اَؤ زما دَ ملګرو ټولئے چه اوس زما سره دى دَ ګلتيا ټولو جماعتُونو ته سلام وائى.
3
زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى وى،
4
چا چه زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره خپل ځان قُربان کړو چه مُونږ دَ دے موجُوده بدے زمانے نه بچ کړى، لکه چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار رضا ده.
5
دَ هغۀ جلال دِ تل تر تله وى! آمين.
6
زَۀ په دے خبره حيران يم چه تاسو دومره زر دَ هغه چا نه مخ اړوئ چا چه تاسو دَ مسيح په فضل رابللى يئ، اَؤ اوس بل زيرى پسے ځئ،
7
اګر چه بل نۀ دے. اَؤ صرف دا نه، خو داسے څۀ کسان شته چا چه په کوشِش سره دَ مسيح دَ زيرى نه ستاسو زړُونه تور کړى دى.
8
خو که مُونږ په خپله يا دَ آسمان يوه فرښته هم دَ هغه زيرى نه سيوا چه مُونږ تاسو ته آؤرولے وو، څۀ زيرے آؤرَوى، نو هغه دِ لعنتى وى!
9
زَۀ اوس هغه بيا وايم څۀ چه مُونږ درته اول وئيلى وُو : که چرے څوک تاسو ته دَ درسيدلى زيرى نه دَ بل څۀ زيرے آؤرَوى نو هغه دِ لعنتى وى!
10
آيا زَۀ په دے وينا اِنسانان خوشحالوم که خُدائے؟ آيا زَۀ تش اِنسان خوشحالوم؟ که چرے ما تر دے اِنسانان خوشحالولے نو بيا به زَۀ دَ مسيح غُلام نۀ وم.
11
زما ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خبره صفا کوم چه کومُ زيرے چه ما درته آؤرَولے دے هغه دَ بنى آدم جوړ کړے نۀ دے.
12
ځکه چه هغه ما ته دَ چا اِنسان دَ طرفه نۀ دے رارسيدلے اَؤ نۀ چا بنى آدم ما ته ښوولے دے، بلکه دَ کشف په معرفت دَ عيسىٰ مسيح دَ طرفه شوے دے.
13
نو تاسو زما دَ ژوندانۀ په حقله کله چه زَۀ يهُودى وم آؤريدلى دى چه ما به دَ خُدائے جماعت بے حده آزارولو اَؤ دَ هغۀ دَ تباه کولو کوشِش به مے کاوو.
14
اَؤ زَۀ دَ يهُوديانو په عقيده کښے دَ خپل قوم دَ اکثرو همزولو نه ډير سرګرم وم اَؤ دَ خپلو مشرانو دَ رواياتو پابند وم.
15
خو خُدائے چه زَۀ دَ خپل پيدايښت نه دَ مور په ګيډه کښے غوره کړم اَؤ په خپل فضل ئے راوبللم، هر کله چه دَ هغۀ دا رضا شوه
16
چه خپل زوئے په ما کښے ظاهر کړى دَ دے دَ پاره چه زَۀ په غيرو يهُوديانو کښے دَ هغۀ زيرے خور کړم، نو نۀ خو ما دَ اِنسان نه صلاح واخسته
17
اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے هغوئ ته ورغلم څوک چه زما نه آګاهو رسُولان وُو، بلکه سمدستى عربستان ته لاړم اَؤ دَ هغه ځائے نه دمشق ته راستُون شوم.
18
بيا درے کاله پس دَ پطروس سره دَ مُلاقات دَ پاره زَۀ بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ پنځلس ورځے مے ورسره تيرے کړے.
19
خو ما دَ مالِک دَ ورور يعقُوب نه بغير دَ نورو رسُولانو سره ملاقات ونۀ کړو.
20
کوُمے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم، خُدائے حاضر ناظر دے چه په دے کښے هيڅ دروغ نۀ وايم.
21
دَ دے نه پس زَۀ شام اَؤ دَ کلکيه علاقو ته راغلم.
22
اَؤ دَ يهوديه کُوم جماعتُونه چه دَ مسيح وُو، زما دَ صُورت نه ناواقف وُو.
23
خو تش دا به ئے آؤريدل چه ”چا چه به مُونږ وړاندے ربړولو، هغه اوس دَ هغه دين زيرے ورکوى دَ کُوم په تباهئ پسے چه وو.“
24
اَؤ هغوئ به زما په وجه دَ خُدائے ثنا وکړله.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6