bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 5
Galatians 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
1
مسيح مُونږ دَ آزاد اوسيدلو دَ پاره آزاد کړى يُو، نو بيا پرے ټينګ اوسئ اَؤ بيا غُلامان مۀ جوړيږئ.
2
ګورئ، زَۀ پولوس تاسو ته وايم چه که تاسو سُنت شئ نو دَ مسيح نه به تاسو ته هيڅ فائده نۀ وى.
3
بلکه زَۀ په هر سُنت شوى سړى ګواهى ورکوم چه هغه به په ټول شريعت عمل کوى.
4
تاسو کُوم چه دَ شريعت په وسيله صادِق کيدل غواړئ، دَ مسيح نه جُدا شوئ اَؤ دَ فضل نه پاتے شوئ.
5
ځکه چه مُونږ دَ رُوحُ القُدس په وسيله په ايمان سره به صادِقان ګرزولے شُو اَؤ مُونږ دَ اُميد سره دَ دے اِنتظار کوُو.
6
اَؤ څوک چه دَ مسيح عيسىٰ سره يووالے لرى، دَ هغۀ نۀ خو سُنتيدل څۀ معنىٰ لرى اَؤ نۀ نا سُنتيدل، خو دَ هغۀ ايمان چه په مسيح دے، دَ فائدے خبره ده اَؤ ايمان دَ مينے په وسيله ښکارى.
7
تاسو خو ښه منډه وهله، ستاسو په لاره کښے چا رکاوټ جوړ کړو چه دَ حق دَ منلو نه ايسار شوئ؟
8
دا لمسه ستاسو دَ رابلُونکى خُدائے له طرفه نۀ ده.
9
ياد لرئ چه لږه خمبيره ټول آخښلى اوړۀ خمبيره کړى.
10
زما په مالِک کښے په تاسو يقين دے چه تاسو به بل څۀ خيال نۀ کوئ اَؤ څوک چه تاسو ويروى، که هغه هر څوک هم وى، سزا به مُومى.
11
زما ورُوڼو! که زَۀ تر اوسه دَ سُنتيدو پيغام ورکوم نو بيا تر اوسه عذابولے ولے شوم؟ په هغه صُورت خو دَ عيسىٰ دَ سولئ دَ تيندک خبره هم نۀ وه.
12
زما خوښه خو دا ده چه ستاسو راپارووُونکے دِ يواځے دَ سنتُولو نه، بلکه خپل ځان به نامرد کړے وى!
13
زما ورُوڼو! تاسو دَ آزادئ دَ پاره رابللى شوى يئ، خو دا آزادى خپل جسمانى شوقُونو دَ پاره مه اِستعمالوئ بلکه دَ مينے سره دَ يو بل خدمت کوئ.
14
ځکه چه ټول شريعت يواځے په دے حُکم ځوړند دے، يعنے په دے چه ”تۀ دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه لره.“
15
خو که چرے تاسو يو بل چيچئ اَؤ خورئ نو پام کوئ، تاسو دواړه به يو بل برباد کړئ.
16
زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.
17
ځکه چه اِنسانى فطرت دَ خدائے دَ روح په خلاف خواهش کوى اؤ دَ خدائے روح دَ انسانى فطرت په خلاف، اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ، هغه کولے نۀ شئ.
18
خو که چرے تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت روان يئ نو تاسو دَ شريعت ماتحت نۀ يئ.
19
اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،
20
بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،
21
بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.
22
خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،
23
عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے.
24
اَؤ څوک چه دَ مسيح دى نو هغوئ خپل دَ اِنسانى فطرت ټول رغبتُونه اَؤ خواهشُونه په سولئ خيژولى دى.
25
که چرے مُونږ دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله ژوندى يُو نو دَ خُدائے دَ رُوح په مُطابق ژوند تيرول هم په کار دى.
26
مُونږ دِ بے ځايه فخر ونۀ کړُو، نۀ دِ يو بل تنګوُو اَؤ نۀ دِ دَ يو بل نه سوزُو.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6