bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 2
Galatians 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
1
څوارلس کاله پس زَۀ دَ برنبا سره بيا بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ تيطوس مے هم دَ ځان سره بوتلو.
2
اَؤ زما تلل دَ خُدائے دَ هدايت په مُطابق وُو، اَؤ دَ کُوم زيرى چه زَۀ په غير يهُوديانو کښے اِعلان کوم، هغه مے هغوئ ته بيان کړو، خو هغو کسانو ته ځان له لاړلم څوک چه دَ څۀ مرتبے خاوندان دى دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما دَ دے وخت يا پخوانئ منډے ترړے بے فائدے شى.
3
خو تيطوس هم څوک چه زما سره وو اَؤ يُونانى دے، هغه په سُنتولو مجبُور نۀ کړے شو.
4
خو ځنو دا وغوښتل اَؤ دا دَ هغه دروغژنو ملګرو په سبب وشول څوک چه په غلا داخل شوى وُو اَؤ په پټه راننوتى وُو، دَ دے دَ پاره چه هغه آزادى کُومه چه مُونږ ته دَ عيسىٰ مسيح په يووالى کښے حاصله ده، دَ جاسُوسانو په طور معلُومه کړى اَؤ مُونږ بيا غُلامان کړى.
5
دَ هغوئ تابعدارى مُونږ يو ساعت له هم ونۀ منله دَ دے دَ پاره چه دَ زيرى رښتينوالے په تاسو کښے قائم پاتے شى.
6
اَؤ کُوم خلق چه دَ مرتبے خاوندان حسابيدل، هغه که هر څنګه چه وُو، زما ورسره هيڅ کار نِشته ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى، دَ هغوئ نه زما په زيرى کښے هيڅ زياتوالے رانۀ غے.
7
خو دَ دے برعکس هر کله چه هغوئ وليدل چه څۀ رنګ يهُوديانو ته دَ زيرى ورکولو کار پطروس ته حواله شو، دغه شان غيرو قومُونو ته زيرے ورکول ما ته وسپارلے شو.
8
ځکه چه خُدائے چه په پطروس کښے دَ يهُوديانو دَ رسالت دَ پاره اثر وکړو، هغه هم دَ غيرو قومُونو دَ رسالت دَ پاره په ما کښے اثر وکړو.
9
اَؤ هر کله چه هغوئ دا توفيق معلُوم کړو کُوم چه ما ته راکړے شوے وو نو يعقُوب اَؤ پطروس اَؤ يوحنا څوک چه دَ جماعت غړى ګڼلے شول، ما ته اَؤ برنبا ته خپل ښئ لاس راکړو اَؤ ځان سره ئے شريک کړُو، دَ دے دَ پاره چه مُونږ غيرو قومُونو ته لاړ شُو اَؤ هغوئ يهُوديانو ته.
10
اَؤ تش دا قدر ئے راته ووئيل چه خواران ياد ساته، ولے زَۀ پخپله دَ دغه کار په کوشِش کښے وم.
11
خو کله چه پطروس اَنطاکيه ته راغے نو ما مخ په مخه دَ هغۀ مُخالفت وکړو ځکه چه هغه ملامت وو.
12
ځکه چه دَ يعقُوب له طرف نه دَ يو څو سړو دَ راتلو نه وړُومبے هغۀ دَ غيرو يهُوديانو ورُوڼو سره ډوډئ خوړه، خو چه هغوئ راغلل نو په ډډه شو ځکه چه له هغوئ نه ويريدو څوک چه غواړى چه غير يهُوديان وروڼه هم سُنت شى.
13
اَؤ نورو يهُودى ورُوڼو هم دَ هغۀ په مرسته کښے رياکارى راواخسته تر دے چه برنبا هم دَ هغوئ سره په رياکارئ کښے ملګرے شو.
14
خو هر کله چه ما وليدل چه هغوئ دَ زيرى دَ رښتينوالى په مُطابق په نيغه لار نۀ ځى نو ما دَ ټولو په وړاندے پطروس ته ووئيل چه ”تۀ چه يهُودى يئے دَ غيرو يهُوديانو په شان ژوند تيروے، نۀ چه دَ يهُوديانو په شان، نو بيا ولے غير قومُونه دَ يهُوديانو په شان ژوند تيرولو ته مجبُوروَے؟“
15
سره دَ دے چه مُونږ پيدائشى يهُوديان يُو اَؤ دَ ګُناه ګارو غيرو يهُوديانو نه نۀ يُو،
16
خو بيا هم په دے پوهيږُو چه سړے دَ شريعت په عملُونو نه، بلکه صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادِق کيږى، نو په خپله مو هم په عيسىٰ مسيح ايمان راؤړو دَ دے دَ پاره چه مُونږ په مسيح باندے په ايمان راوړلو صادِق شُو، نۀ چه دَ شريعت په عملُونو، ځکه چه دَ شريعت په عملُونو يو سړے هم صادِق کيدے نۀ شى.
17
اَؤ مُونږ څوک چه دَ مسيح په وسيله صادِق کيدل غواړُو، که په خپله ګُناه ګار شُو نو آيا دَ دے سبب مو مسيح دے؟ هيڅ کله نه!
18
ځکه چه هغه څۀ چه ما ونړول که هغه بيا آباد کړم نو خپل ځان په خپله ګُناه ګاروم.
19
زما مطلب دا دے چه تر څو چه دَ شريعت سوال دے زَۀ مړ شوم، هو شريعت زَۀ مړ کړلم چه زَۀ اوس دَ خُدائے دَ پاره ژوند تير کړم.
20
زَۀ دَ مسيح سره په سولئ شوے يم اَؤ اوس زَۀ ژوندے نۀ يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اَؤ زَۀ چه اوس کُوم ژوندُون لرم نو دَ خُدائے په زوئے په ايمان راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے زما دَ خاطره ورکړو.
21
زَۀ دَ خُدائے فضل رد کوم نه، ځکه چه که صداقت دَ شريعت په وسيله په لاس راتلے نو بيا خو دَ مسيح مړ کيدل بے ځايه وُو!
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6