bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 3
Galatians 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
1
اَئے نادانو ګلتيانو! چا په تاسو جادُو وکړو؟ ستاسو خو لکه دَ سترګو په وړاندے مسيح په سولئ وښوولے شو.
2
زَۀ دَ تاسو نه صرف دا تپوس کول غواړم چه تاسو دَ شريعت په عملُونو رُوحُ القُدس ومُوندلو يا په زيرى دَ ايمان راوړلو په وسيله؟
3
آيا تاسو دومره نادان يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله مو شروع کړه اَؤ اوس دَ خپلو عملُونو په وسيله پُوره کول غواړئ څۀ؟
4
آيا دَ تاسو ټوله تجربه عبث شوه؟ خو يقيناً چه نه!
5
نو بيا خُدائے چه تاسو ته رُوحُ القُدس درکوى اَؤ په تاسو کښے مُعجزے ښکاره کوى نو آيا هغه دَ شريعت په عملُونو داسے کوى يا دَ زيرى آؤريدلو اَؤ پرے ايمان راوړلو په وسيله؟
6
لکه چه اِبراهيم ”په خُدائے ايمان راؤړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،“
7
نو پوهه شئ چه څوک چه دَ ايمان خاوندان دى، هغوئ دَ اِبراهيم اَؤلاد دى.
8
اَؤ کتاب مُقدس دَ دے نه مخکښے خبر وو چه خُدائے به غير يهُوديان په ايمان صادِق کړى، نو دَ اول نه ئے اِبراهيم ته دا زيرے واؤرولو چه : ”ستا په وسيله به ټول قومُونه برکت بيا مُومى.“
9
نو بيا څنګه چه اِبراهيم دَ ايمان راوړلو په وسيله برکت ومُوندو، هم هغه شان هغوئ ټول چه دَ اِبراهيم غوندے ايمان لرى، هغۀ سره برکت بيا مُومى.
10
خو څومره چه دَ شريعت په عملُونو توکل کوى، هغوئ ټول لعنتيان دى، لکه چه صحيفے وائى چه : ”هر هغه څوک چه دَ شريعت په کتاب کښے ليکلى شوو په ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغه لعنتى دے.“
11
اَؤ دا خبره ښکاره ده چه دَ شريعت په وسيله هيڅوک دَ خُدائے په نِزد صادِق کيږى نه، لکه چه ليکلى دى چه : ”صادق به په ايمان پائى.“
12
اَؤ دَ شريعت دَ ايمان سره هيڅ تعلق نِشته بلکه ليکلى دى چه : ”څوک چه په شريعت عمل کوى هغه به دَ دے په سبب پائى.“
13
مسيح مُونږ په بيعه واخستُو اَؤ دَ شريعت دَ لعنت نه ئے راخلاص کړلُو ځکه چه هغه زمُونږ دَ پاره لعنتى شو، ځکه چه په صحيفه کښے ليکلى دى چه ”څوک چه په لرګى ځوړند کړے شو هغه لعنتى دے.“
14
دا ځکه وشو دَ دے دَ پاره چه هغه برکت چه خُدائے اِبراهيم ته دَ ورکولو وعده کړے وه، دَ مسيح عيسىٰ په وسيله غير يهُوديانو ته هم ورسى، اَؤ مُونږ دَ ايمان په وسيله هغه رُوحُ القُدس حاصل کړُو دَ کُوم چه خُدائے وعده کړے ده.
15
زما ورُوڼو! زَۀ دَ مِثال په طور دا وايم چه سره دَ دے که دَ اِنسان وعده وى خو که تصديق ئے وشى نو څوک ئے منسُوخ نۀ ګڼى اَؤ نۀ په کښے څوک څۀ زياتے کوى.
16
نو خُدائے اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ نسل سره هم وعدے وکړلے، اَؤ هغه دا نۀ وائى چه ”دَ نسلُونو سره“ لکه چه دَ ډيرو دَ پاره وئيلے کيږى، بلکه څنګه چه دَ يو دَ پاره وئيلے شى چه : ”ستا دَ نسل سره،“ نو هغه مسيح دے.
17
زما مطلب دا دے چه دَ کُومے وعدے چه خُدائے تصديق کړے وو، هغه څلور سوه اَؤ ديرش کاله پس شريعت منسُوخ کولے نۀ شى په دے خيال چه هغه وعده بے فائدے وګڼى.
18
که چرے ميراث دَ شريعت په وسيله رسى نو دا بيا په وعده نۀ دے، خو په هغه وعده وو کُومه چه خُدائے اِبراهيم ته دَ يوے بخښنے په طور ورکړے وه.
19
نو بيا دَ شريعت څۀ؟ شريعت ځکه وروستو ورکړے شو چه دَ دے په وسيله ګُناه ظاهر شى تر څو چه دَ اِبراهيم دَ نسل راتلل جارى وى چا سره چه وعده شوے وه، اَؤ شريعت دَ فرښتو په وسيله دَ يو مينځګړى په لاس مُقرر کړے شو.
20
اَؤ هر چرته چه دوه طرفونه وى نو مينځګړے پکاريږى، خو خُدائے يو دے.
21
نو آيا شريعت دَ خُدائے دَ وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅ کله نه! که چرے داسے شريعت ورکړے شوے وے چه ژوند ئے ورکولے شوے نو بيا به صداقت دَ شريعت په وسيله وو.
22
خو مُقدس کتاب وائى چه ټوله دُنيا دَ ګُناه په قبضه کښے ده، دَ دے دَ پاره چه دَ بخښنے وعده چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو په وسيله هغه خلقو ته چه ايمان راؤړى ورکړے شى.
23
دَ ايمان دَ راتلو نه مخکښے دَ شريعت دَ لاندے زمُونږ ساتنه کيده، اَؤ دَ هغه ايمان تر راتلو کُوم چه ظاهريدُونکے وو، مُونږ دَ هغۀ پابند وُو.
24
پس شريعت مسيح ته دَ رارسولو پورے زمُونږ ساتُونکے وو دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق شُو.
25
خو هر کله چه ايمان راغلے دے مُونږ نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يُو.
26
ځکه چه تاسو ټول دَ هغه ايمان په وسيله کُوم چه په مسيح عيسىٰ دے، دَ خُدائے زامن يئ.
27
اَؤ تاسو ټول هر څومره چه دَ مسيح په يووالى کښے بپتسمه شوى يئ، لکه دَ لباس مسيح مو آغوستے دے.
28
نۀ خو څوک په تاسو کښے اوس يهُودى دے اَؤ نۀ غير يهُودى، نۀ څوک غُلام دے اَؤ نۀ آزاد، نۀ څوک سړے دے اَؤ نۀ ښځه، ځکه چه تاسو ټول دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے يو يئ.
29
اَؤ که چرے تاسو دَ مسيح يئ نو دَ اِبراهيم دَ نسل نه يئ، اَؤ دغه شان دَ وعدے په مُطابق وارثان يئ.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6