bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 4
Galatians 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
1
خو زَۀ دا وايم چه وارث تر څو چه نابالغه دے، اګر که دے دَ ټول جايداد مالِک دے، په هغۀ اَؤ په غُلام کښے هيڅ فرق نۀ وى.
2
خو کُوم ميعاد چه پلار مُقرر کړے دے تر هغے وخته هغه دَ سرپرستانو اَؤ مُختارانو دَ اِختيار لاندے وى.
3
دغه شان مُونږ هم چه کله چه ماشُومان وُو نو دَ دُنيا دَ قوتُونو په پابندئ کښے دَ غُلامئ په حالت کښے مو ژوند تيروو.
4
خو هر کله چه نيټه پُوره شوه نو خُدائے خپل زوئے راوليږلو چه دَ ښځے نه وزيږيدو اَؤ دَ شريعت دَ لاندے پيدا شو،
5
دَ دے دَ پاره چه څوک چه دَ شريعت دَ لاندے وُو، په بيعه واخلى اَؤ آزاد ئے کړى، چه مُونږ دَ خُدائے زامن شُو.
6
اَؤ په دے سبب چه تاسو دَ خُدائے زامن يئ خُدائے دَ خپل زوئے رُوح زمُونږ زړُونو ته راوليږلو کُوم چه دَ ”آبا،“ يعنے ”اَئے پلاره“ غږ کوى.
7
نو اوس نور تۀ غُلام نۀ يئے بلکه زوئے يئے، اَؤ چه زوئے يئے نو دَ خُدائے وارث هم يئے.
8
خو هغه وخت تاسو دَ خُدائے نه ناخبر وئ اَؤ تاسو دَ هغه معبُودانو په غُلامئ کښے وئ څوک چه خُدائے نۀ دى.
9
خو اوس تاسو خُدائے وپيژندلو بلکه خُدائے تاسو وپيژندلئ، نو بيا دَ هغه زړو اَؤ بے ځايه اولنو خبرو پلو څنګه ورګرزئ، چه دَ هغوئ بيا غُلامى کول غواړئ؟
10
تاسو خاص ورځے، مياشتے اَؤ مُقرر وختُونه اَؤ کالُونه منئ.
11
زَۀ ستاسو په باب کښے ربړيږم چه هسے نه چه کُومه خوارى چه ما په تاسو کړے ده هغه عبث لاړه شى.
12
زما ورُوڼو! زَۀ درته منت کوم چه خپل ځانُونه زما په شان کړئ ځکه چه ما هم خپل ځان ستاسو په شان کړے دے. تاسو زما څۀ نقصان نۀ دے کړے.
13
بلکه تاسو خبر يئ چه ما په اول ځل دَ ناجوړتيا په حالت کښے تاسو ته زيرے آؤرولے وو.
14
اَؤ تاسو زما هغه جسمانى حالت کُوم چه ستاسو دَ آزمايش باعث وو، نۀ خو سپک وګڼلو، نۀ مو دَ هغۀ نه کرکه وکړه، اَؤ زَۀ مو دَ خُدائے فرښته وګڼلم لکه څنګه چه تاسو مسيح عيسىٰ ته په خپله هر کلے وئيلے وے.
15
نو هغه وخت تاسو ډيره خوشحالى کړے وه، خو اوس هغه خوشحالى چرته ده؟ زَۀ ستاسو ګواه يم چه که کيدے شوے نو تاسو به خپلے سترګے راويستلے وے اَؤ ما ته به مو راکړے وے.
16
نو آيا زَۀ دَ حق وئيلو په سبب ګنى ستاسو دُښمن شوے يم؟
17
هغوئ تاسو دوستان خو جوړول غواړى خو په نيک نيتئ نه، بلکه هغوئ تاسو له ما نه جُدا کول غواړى دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ هغوئ دَ دوستئ ليواله شئ.
18
دا خو ښه خبره ده چه په ښه خبره کښے هر وخت دَ دوست جوړولو کوشِش وکړے شى، نۀ يواځے هغه وخت چه زَۀ ستاسو سره موجُود يم بلکه هغه وخت هم چه غير حاضر يم.
19
ګرانو بچو! زَۀ يو ځل بيا ستاسو دَ پاره لکه د لنګانۀ په درد آخته يم، تر څو چه تاسو دَ مسيح په څير شوى نۀ يئ.
20
زړۀ مے غواړى چه زَۀ دِ اوس تاسو سره وَئے، نو ما به بيا خپل انداز بدل کړے وَئے ځکه چه زَۀ ستاسو په باب کښے پريشان يم.
21
اوس راته ووايئ، تاسو چه دَ شريعت دومره ليواله يئ، آيا دَ شريعت خبره نۀ آؤرئ څۀ؟
22
ځکه چه دا په کښے ليکلى دى چه دَ اِبراهيم دوه زامن وُو، يو له وينځے نه اَؤ بل دَ آزادے ښځے نه.
23
خو دَ وينځے زوئے په عام طور، اَؤ دَ آزادے زوئے دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق پيدا شو.
24
دا يو مِثال دے اَؤ دا دوه ښځے دَ دوؤ لوظُونو په مِثال دى، يوه چه دَ سينا په غرۀ کړے شوے وه چه غُلامان پيدا کوى، اَؤ هاجره ئے نُوم دے.
25
اَؤ هاجره لکه دَ سينا غر په عربو کښے ده چه دَ موجوده بيتُ المُقدس په مِثال دے ځکه چه هغه اَؤ دَ هغے بچى په غُلامئ کښے دى.
26
خو دَ آسمانى بيتُ المُقدس هغه آزاده ده څوک چه زمُونږ مور ده.
27
ځکه چه صحيفے وائى چه : ”اَئے شنډے ښځے! خوشحالى وکړه! چا چه چرے هم بچى نۀ دى راوړى. دَ خوشحالئ چغے ووهه چا چه دَ لنګانۀ دړدُونه نۀ وُو زغملى. ځکه چه پريښولے ښځه به دَ هغے ښځے نه ډير بچى راؤړى چه خاوند لرى.“
28
نو اَئے زما ورُوڼو! تاسو دَ اِسحاق په شان دَ خُدائے دَ لوظ بچى يئ.
29
خو لکه څنګه چه په هغه ورځو کښے په عام طور پيدا شوى زوئے دَ خُدائے دَ رُوح په قُدرت پيدا شوے زوئے وربړولو، دغه شان نن هم دے.
30
خو صحيفے څۀ وائى چه : ”وينځه اَؤ دَ هغے زوئے وشړئ ځکه چه دَ وينځے زوئے به دَ آزادے دَ زوئے سره په ميراث کښے شريک نۀ شى.“
31
نو زما ورُوڼو! تاسو اوس پوهه شئ چه مُونږ دَ وينځے بچى نۀ يُو، زمُونږ مور آزاده ده.
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6