bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Galatians 6
Galatians 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
1
اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ، اَؤ خپل خيال هم ساتئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزے
2
تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ.
3
ځکه چه که څوک سړے خپل ځان څۀ شمارى اَؤ وى هيڅ هم نه، نو دَ خپل ځان سره ټګى کوى.
4
نو بيا دِ هر سړے خپل ځان وآزمئى، په داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان دَ فخر موقع وى، نۀ چه دَ بل.
5
ځکه چه هر سړے به خپل بوج اُوچتوى.
6
دَ کلام تعليم آخستُونکے دِ تعليم ورکووُونکے په ټولو ښو څيزُونو کښے شريک کړى.
7
دَ ځان سره ټګى ونۀ کړئ، دَ خُدائے سره ټوقے نۀ شى کيدے ځکه چه سړے چه څۀ کرى هم هغه به ريبى.
8
که چرے هغه په خپل اِنسانى فطرت کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ دے نه دَ فنا کيدو فصل وريبى، اَؤ که چرے هغه دَ خُدائے په رُوح کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ خُدائے دَ رُوح نه دَ تل ژوندُون وريبى.
9
نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو، ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو.
10
نو بيا چه څومره موقع په لاس درځى، دَ ټولو سره نيکى کوئ، خاص دَ ايماندارانو سره.
11
ګورئ چه ما تاسو ته په خپل لاس څومره په غټو غټو ټکو ليکلى دى.
12
څومره خلق چه جسمانى نمائش غواړى، هغوئ تاسو په سُنتيدلو مجبُوروى تش دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح دَ سولئ په وجه ونۀ عذابولے شى.
13
ولے چه سُنت شوى په خپله هم په شريعت عمل نۀ کوى خو ستاسو سُنتيدل ځکه غواړى چه ستاسو په جِسمانى حالت فخر وکړى.
14
خو خُدائے دِ نۀ کړى چه زَۀ په څۀ څيز فخر وکړم بغير دَ عيسىٰ مسيح دَ سولئ نه، چه په هغے دُنيا زما په نزد په سولئ شوله اَؤ زَۀ دَ دُنيا په نزد.
15
ځکه چه نۀ سُنتيدل څۀ څيز دے اَؤ نۀ نا سُنتيدل، بلکه نوے مخلُوق.
16
اَؤ څومره چه په دے لار چليږى، هغوئ ته، يعنے دَ خُدائے حقيقى اِسرائيل ته دِ سلامتى اَؤ رحم وى.
17
دَ دے نه پس هيڅوک دِ ما له نور تکليف نۀ راکوى ځکه چه زَۀ په خپل بدن دَ عيسىٰ داغُونه لرم.
18
زما ورُوڼو! زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى، آمين.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
All chapters:
1
2
3
4
5
6