bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 21
Job 21
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 22 →
1
بيا ايُوب جواب ورکړو،
2
”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.
3
ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.
4
زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
5
ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
6
کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.
7
بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟
8
د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى.
9
د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.
10
د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.
11
د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى.
12
هغوئ د تمبل او د رباب سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.
13
هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.
14
هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو.
15
قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟
16
خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.
17
د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟
18
هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟
19
تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.
20
هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.
21
دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.
22
څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟
23
څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى،
24
هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.
25
بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې.
26
هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.
27
ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.
28
تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.
29
خو تاسو هلته د موجودو خلقو نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله.
30
چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
31
څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟
32
کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى.
33
زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى.
34
نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42