bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 34
Job 34
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 33
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 35 →
1
نو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2
”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ،
3
ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
4
راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ چې ښۀ څيزونه زده کړُو.
5
ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،
6
زۀ بېګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته.
7
د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟
8
چې هغه د بدعملو سره ملګرتيا کوى او د بدمعاشانو سره ګرځى.
9
نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“
10
نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.
11
ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.
12
بېشکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بېاِنصافى نۀ کوى.
13
هغۀ له د زمکې اختيار چا ورکړے دے، او دا ټوله دُنيا په خپل ځائ چا لګولې ده؟
14
کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،
15
ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.
16
کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ.
17
چې خُدائ پاک پخپله اِنصاف نۀ کوى نو بيا هغه څنګه دُنيا چلولے شى؟ تاسو به هغه لويه هستى رد کوئ څوک چې صادق دے؟
18
څوک چې بادشاه ته وائى چې تۀ بېکاره يې، او مشر ته وائى چې تۀ بدعمله يې،
19
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
20
يو کس د شپې اچانک مړ کېدے شى، خُدائ پاک خلق ووهى او هغوئ هلاک شى، خُدائ پاک طاقتور خلق هم په آسانۍ سره وژلے شى.
21
ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى.
22
داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.
23
مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.
24
هغه د تپوس نه بغېر طاقتور راګزار کړى، او د هغوئ په ځائ کښې نور مقرر کړى.
25
هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى.
26
د هغوئ د بدعملۍ په وجه يې تباه کړى چې د نورو دپاره د عبرت سبب جوړ شى،
27
ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى.
28
نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،
29
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
30
نو چې داسې د خُدائ پاک نه منکر خلق حکومت ونۀ کړى، او چې هغوئ خلق دوکه نۀ کړى.
31
خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟
32
يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟
33
خُدائ پاک به ستا د خوښې دپاره خپل اِنصاف پرېږدى؟ خو تا هغه رد کړے دے. دا زما نه بلکې ستا فېصله ده، مونږ ته اوس ووايه چې ستا خيال څۀ دے؟
34
چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى،
35
”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“
36
ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى.
37
ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“
← Chapter 33
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 35 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42