bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 37
Job 37
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 36
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 38 →
1
په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى.
2
واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى.
3
د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى.
4
بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى.
5
خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو.
6
ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه،
7
نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى.
8
بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى.
9
د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى.
10
د خُدائ پاک ساه د اوبو نه واوره جوړوى، او ډېرې اوبۀ په واوره باندې بدلې شى.
11
هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى،
12
کله چې دا د خُدائ پاک په مرضۍ چليږى نو دا په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک هر يو حُکم پوره کوى،
13
هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.
14
اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه.
15
تا ته پته شته څۀ چې هغه طوفان څنګه قابو کوى، او د خپلې وريځې نه رڼا څنګه پړقوى؟
16
تا ته پته شته چې وريځې په آسمان کښې څنګه روانې وى، دا د هغه چا عجيبه کارونه دى چې عِلم يې پوره دے،
17
کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟
18
هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟
19
مونږ ته ووايئ چې هغۀ ته څۀ ووايو، زمونږ دماغ کار نۀ کوى چې خپله خبره بيان کړُو.
20
خُدائ پاک دې خبر شى څۀ چې زۀ خبرې کول غواړم، زۀ داسې ولې وکړم چې د دې په وجه مې تباه کړى؟
21
په هغه وخت کښې رڼا ته هيڅ څوک نۀ شى کتلے کله چې دا په آسمان کښې تکه سپينه وى، په کوم وخت کښې چې هوا وريځ بوځى.
22
د شمال په طرف د سرو زرو جلوه ښکارى، د خُدائ پاک نه ګېرچاپېره لوئى، شان او شوکت تاو دے.
23
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
24
نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“
← Chapter 36
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 38 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42