bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 40
Job 40
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 39
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 41 →
1
بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل،
2
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
3
بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،
4
”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
5
ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“
6
بيا مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،
7
”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې.
8
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
9
تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟
10
کۀ داسې وى نو په رُعب داب او شان و شوکت سره خپل ځان سنګار کړه، د عزت او درناوى په جامو باندې خپل ځان پټ کړه.
11
خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه،
12
ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.
13
هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه.
14
نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى.
15
دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى.
16
د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے.
17
د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى.
18
د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى.
19
دا د خُدائ پاک د کارنامو يو لوئ کار دے، او صرف د دې خالِق په دې باندې قابو موندلے شى.
20
ځکه چې غرونه د دې دپاره خوراک پېدا کوى چرته چې ټول ځنګلى ځناور لوبې کوى.
21
دا په اوبو کښې د نيلوفر بوټو لاندې پراتۀ وى او د لوخې په ډنډونو کښې پټ وى.
22
د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى.
23
کۀ سيند په موج کښې وى، نو دا نۀ يريږى، د اُردن سيند کۀ تر خولې پورې هم ډک وى نو دا نۀ يريږى.
24
څوک دا د کُنډو سره راوچتولے شى، يا يې څوک په پوزه کښې د قابو کولو دپاره پېزوان اچولے شى؟
← Chapter 39
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 41 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42