bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 39
Job 39
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 38
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 40 →
1
تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
2
ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى
3
کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟
4
د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى.
5
ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟
6
ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى.
7
هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.
8
دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.
9
ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟
10
ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟
11
ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟
12
تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟
13
د شترمرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى.
14
شترمرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،
15
دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى.
16
دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى،
17
ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې.
18
خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى.
19
ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟
20
د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟
21
دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى.
22
دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بېحوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى.
23
په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.
24
د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے.
25
کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.
26
ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟
27
باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟
28
دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى.
29
د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى.
30
د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“
← Chapter 38
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 40 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42
Recommended Reading
Commentary
Job Commentaries
→
Devotional
Job Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→