bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 28
Job 28
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 29 →
1
”بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.
2
اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.
3
انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.
4
هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى.
5
په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.
6
د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى.
7
د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده.
8
ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے.
9
بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى.
10
هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى.
11
هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى.
12
خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟
13
بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.
14
سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.
15
نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.
16
د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.
17
سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى.
18
مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے.
19
د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى.
20
نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟
21
دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے.
22
په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده.
23
صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده.
24
ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى.
25
کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو،
26
کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه،
27
بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو.
28
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
← Chapter 27
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 29 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42