bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 36
Job 36
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 35
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 37 →
1
اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2
”ما ته لږ صبر وکړئ، نو زۀ به تاسو ته حقيقت وښايم، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک په صفايئ کښې څۀ وئيل غواړم.
3
زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما خالِق د اِنصاف مالِک دے.
4
په حقيقت کښې زما خبرې غلطې نۀ دى، څوک چې ستا په وړاندې ولاړ دے هغه د اُستاذانو اُستاذ دے.
5
خُدائ پاک بېشکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى.
6
هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى.
7
هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.
8
خو کۀ خلق په زنځيرونو کښې تړلے شوى وى او د ظلم په تارونو کښې ګېر شوى وى،
9
نو هغه ورته د هغوئ خپل عمل ښائى، او هغه غلطيانې ورته ښائى، چې کومې هغوئ په فخر سره کولې.
10
هغه اصُولو ته يې پام راګرځوى، او حُکم ورکوى چې د بدو نه توبه وباسى.
11
کۀ هغوئ ورته توجو ورکړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو هغوئ به په مالدارۍ کښې خپلې ورځې پوره کړى، او په خوشحالۍ کښې به خپل کالونه پوره کړى.
12
خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى.
13
کوم خلق چې د خُدائ پاک نه منکر وى او هر وخت په غصه کښې وى، چې کله هغوئ ته سزا هم ملاويږى نو هغوئ د مدد دپاره دُعا نۀ کوى.
14
هغوئ په ځوانۍ کښې مړۀ شى، او د هغوئ ژوند په زناکارۍ کښې ختم شى.
15
خو هغه مظلومان د ظلم نه بچ کوى، او د مصيبتونو په وخت کښې ورته خپل ځان څرګندوى.
16
ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.
17
خو د نورو بدعملو په شان به پوره سزا تا ته ملاويږى، تۀ په عدالت او اِنصاف کښې راګېر يې.
18
خبردار چې رشوت دې دوکه نۀ کړى، او دولت دې بېلارې نۀ کړى.
19
ستا دولت او ستا طاقت ټول به تا د تکليف نه بچ کړى څۀ؟
20
د شپې د راتلو خواهش مۀ کوه، د هغه وخت چې کله قومونه تباه کيږى.
21
خبردار، چې د بدعملۍ طرف ته وانۀ وړې، خُدائ پاک ځکه په تکليف کړے يې چې په بدعملۍ کښې آخته نۀ شې.
22
ياد ساته چې د خُدائ پاک طاقت څومره لوئ دے، او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے.
23
هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟
24
څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.
25
ټولو خلقو دې ته کتلى دى، هر يو کس د لرې نه دې ته ګورى.
26
بېشکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.
27
ځکه چې هغه نمى اوچتوى، او په باران يې بدلوى،
28
هغه وريځې جوړوى او په هر چا باران راوروى.
29
څوک د وريځو په خورېدو باندې پوهيږى، او د آسمان په تندر باندې پوهيږى څۀ؟
30
ګوره، هغه په آسمان کښې برېښنا راولى خو د سمندر بېخ کښې تيارۀ وى.
31
ځکه چې د دې په ذريعه هغه په خلقو حکومت کوى، او هغه خلقو له بېحسابه خوراک ورکوى.
32
هغه برېښنا په خپلو لاسونو کښې ساتى، او حُکم ورکوى چې نښه وولى.
33
د هغۀ د تندر آواز داسې وائى، چې هغه غېرتى دے او د ګناه خِلاف غصه لرى.
← Chapter 35
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 37 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42