bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Job 41
Job 41
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 42 →
1
سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟
2
ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟
3
ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟
4
دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟
5
ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟
6
ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟
7
ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟
8
کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.
9
نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.
10
هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟
11
چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟
12
زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم.
13
د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟
14
د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.
15
د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى.
16
د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے.
17
دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى.
18
د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى.
19
د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى.
20
د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى.
21
د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى.
22
د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى.
23
د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.
24
د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے.
25
کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.
26
داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى.
27
دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى.
28
غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى.
29
لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى.
30
د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې داسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى.
31
دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې.
32
دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى
33
په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى.
34
دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“
← Chapter 40
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 32
Chapter 33
Chapter 34
Chapter 35
Chapter 36
Chapter 37
Chapter 38
Chapter 39
Chapter 40
Chapter 41
Chapter 42
Chapter 42 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
32
33
34
35
36
37
38
39
40
41
42