bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 1
Revelation 1
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 2 →
1
دا د عیسی مسیح مکاشفه ده چې خدای هغه ته ورکړې وه، ترڅو هغه پېښې چې ډېر زر باید رامنځته شي خپلو خدمتګارانو ته وښایي. هغه دا مکاشفه خپل خدمتګار یوحنا ته د فرښتې د لېږلو په وسیله ښکاره کړه.
2
یوحنا چې هرڅه لیدلي وو هغه یې بیان کړل چې دا د خدای د کلام او د عیسی مسېح په هکله شاهدي ورکوي.
3
بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه نورو ته په لوړ اواز لولي او بختور دي هغه خلک چې غوږ ورته نیسي او هغه څه چې لیکل شوي دي عمل ورباندې کوي، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا هرڅه به پېښ شي.
4
د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اوو روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي،
5
او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی. هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو.
6
هغه مونږ پاچاهۍ ته ورسولو او زمونږ څخه یې کاهنان جوړ کړل، ترڅو د هغه د خدای یعنې د هغه د پلار خدمت وکړو. د هغه جلال او قدرت دې تل ترتله وي! امین.
7
ګورئ، هغه په ورېځو کې راځي! هرڅوک به یې په خپلو سترګو وویني او حتی هغه خلک به یې هم وویني چې هغه یې په نېزې وواهه او د نړۍ ټول قومونه به په هغه باندې ویر کوي. هو، همداسې به وشي! امین.
8
څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»
9
زه ستاسو ورور یوحنا او د عیسی پیرو یم چې په کړاوونو، د خدای په پاچاهۍ او په صبر او زغم کې ستاسو سره شریک یم. زه د خدای د کلام د موعظې او د عیسی په هکله د شاهدۍ د ورکولو په خاطر د پاتموس په نوم جزیرې ته د سزا دپاره ولېږل شوم.
10
دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد
11
چې ماته یې وویل: «څه چې وینې، هغه په یو کتاب کې ولیکه او هغو اووه کلیساګانو یعنې د افسیس، اسمیرنا، پرګاموم، تیاتیرا، ساردیس، فیلادلفیا او لایودیکیې کلیساګانو ته یې ولېږه.»
12
ما خپل مخ راواړاوه چې ووینم دا څوک دی چې زما سره خبرې کوي. په هغه وخت کې مې د سرو زرو اووه څراغدانونه ولیدل.
13
د هغو څراغدانونو په منځ کې د انسان په شان یو څوک ؤ چې یوه اوږده چپنه یې اغوستې وه او د سرو زرو یوه پټۍ یې د سینې څخه تاوه کړې وه.
14
د سر ویښتان یې لکه د سپینې وړۍ یا واورې په شان سپین وو او سترګې یې د اور د لمبو په شان وې،
15
پښې یې د هغو صیقل شویو برنجو په شان چې په داش کې پاک شوي وي، ځلېدلې او اواز یې لکه د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ.
16
هغه په خپل ښي لاس کې اووه ستوري نیولي وو او د خولې نه یې دوه مخې تېره توره راوتلې وه او مخ یې لکه د تېز لمر په شان ځلېده.
17
کله چې ما هغه ولیده نو زه لکه د مړي په شان د هغه په پښو کې پرېوتلم، خو هغه خپل ښي لاس په ما کېښود او ویې ویل: «مه وېرېږه، زه اول او اخر یم.
18
زه ژوندی یم، زه مړ شوم او اوس تل ترتله ژوندی یم او د مرګ او قبر کیلي ګانې زما سره دي.
19
نو څه چې دې لیدلي دي هغه ولیکه، هغه څه چې اوس شته او هغه څه چې وروسته به پېښ شي.
20
د هغو اوو ستورو معنی او پټ راز چې تا زما په ښي لاس کې لیدلي دي او د سرو زرو د څراغدانونو معنی دا ده: هغه اووه ستوري د اوو کلیساګانو فرښتې دي او هغه اووه څراغدانونه اووه کلیساګانې دي.»
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22