bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 14
Revelation 14
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 15 →
1
بیا ما وکتل او ومې لیدل چې د صهیون په غره باندې وری ولاړ ؤ او یو لک او څلورڅلوېښت زره کسان ورسره وو چې په تندیو باندې یې د هغه نوم او د هغه د پلار نوم لیکل شوی ؤ.
2
ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې د تېزو اوبو د غرهار او د تندر د لوړ اواز په شان ؤ. کوم اواز چې ما واورېد هغه داسې ؤ لکه چنګ غږوونکي چې خپل چنګونه غږوي.
3
هغوی د تخت او د څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په مخکې یوه نوې سندره وویله. هېچا دا سندره زده کولای نه شوه، بې له هغو یو لک او څلورڅلوېښت زره کسانو څخه چې د ټولې نړۍ څخه بېرته په بیه اخیستل شوي وو.
4
دا هغه کسان دي چې ځانونه یې د جنسي اړیکو نه لېرې ساتلي دي. هر چېرته چې وری ځي، نو هغوی ورپسې روان وي. هغوی د خدای او وري دپاره د انسانانو له منځ نه د لومړني حاصل په توګه په بیه اخیستل شوي دي.
5
هغوی هېڅ دروغ نه وایي او بې عیبه دي.
6
بیا ما بله فرښته ولیدله چې په اسمان کې الوتله، هغې د ځمکې په مخ اوسېدونکو، هر ملت، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر قوم ته تلپاتې زېری ورکاوه.
7
هغې په لوړ اواز نارې وهلې: «د خدای څخه ووېرېږئ او هغه ته جلال ورکړئ، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغه به قضاوت کوي. د هغه عبادت وکړئ چې اسمان، ځمکه، بحر او د اوبو چینې یې پیدا کړي دي.»
8
د هغې نه وروسته دوهمه فرښته راغله او نارې یې ووهلې: «راولوېد، هغه لوی بابل راولوېد، ځکه چې ټول قومونه د هغې د زناکارۍ د شهوت د نشې تر اغیزې لاندې وو.»
9
بیا د هغوی پسې درېمه فرښته راغله او په لوړ اواز یې نارې ووهلې: «څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او مني چې د هغه نښه په خپل تندي یا لاس باندې ولري،
10
هغه به د خدای د قهر او غضب شراب وڅښي، هغه ټینګ شراب چې هغه د خپل قهر په پیاله کې اچولي دي. هغوی به د سپېڅلو فرښتو او وري په حضور کې په اور او د ګوګړو په لمبو کې عذاب وویني.
11
د هغوی د عذاب لوګی به د تل دپاره راپورته کیږي او هر هغه څوک چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته عبادت کوي او یا د هغه د نوم نښه ورباندې لګېدلې وي، نو هغوی به نه د شپې او نه د ورځې ارام ولري.»
12
دا په دې معنی ده چې د خدای د خلکو دپاره صبر او زغم په کار دی چې د هغه حکمونه ومني او عیسی ته وفادار پاتې شي.
13
بیا ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې ویل یې:«دا ولیکه، بختور دي هغه خلک چې له همدا اوس نه په څښتن باندې په ایمان کې مړه کیږي!» روح القدس وایي: «هو، هغوی به د خپلو زحمتونو نه په ارام وي، ځکه چې د هغوی نېک عملونه به ورسره وي.»
14
بیا ما وکتل او ومې لیدل چې یوه سپینه ورېځ راښکاره شوه او په هغې باندې یو څوک ناست ؤ چې د انسان په شان ؤ. د هغه په سر باندې د سرو زرو تاج ؤ او په لاس کې یې تېره لور ؤ.
15
بیا یوه بله فرښته د خدای د کور نه راووتله او هغه کس ته یې چې په ورېځې باندې ناست ؤ، په لوړ اواز غږ وکړ: «خپل لور دې راواخله او ورېبه، ځکه چې د لو وخت رارسېدلی دی او د ځمکې فصل پوخ او تیار دی.»
16
نو هغه کس چې په ورېځې باندې ناست ؤ خپل لور یې ځمکې ته واچاوه او فصل ورېبل شو.
17
بیا یوه بله فرښته د خدای له کور نه چې په اسمان کې ؤ، راووتله او د هغې په لاس کې هم یو تېره لور ؤ.
18
بیا یوه بله فرښته د قربانۍ د ځای نه راووتله، هغه د قربانۍ د ځای د اور مسوولیت درلود او هغې فرښتې ته یې چې تېره لور ورسره ؤ، په لوړ اواز نارې کړې او ویې ویل: «د خپل لور نه کار واخله او د نړۍ د تاکونو نه د انګورو وږي راټول کړه، ځکه چې انګور یې پاخه دي.»
19
نو هغې فرښتې خپل لور ورواچاوه او د دې نړۍ د تاکونو انګور یې راټول کړل او هغه یې د خدای د قهر او غضب د شربت ویستلو په لوی خم کې واچول.
20
انګور یې د اورشلیم د ښار نه دباندې د شربت ویستلو په خم کې تر پښو لاندې وزبېښل او د خم نه د وینو سېلاب جاري شو او دا وینې لکه د اس د قیضو په اندازه لوړې وې او د درې سوه کیلومترو په اندازه لېرې لاړلې.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22