bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 22
Revelation 22
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
1
بیا فرښتې ماته د ژوندون د اوبو سیند وښوده چې د بلور په شان ځلېده او د خدای او وري د تخت څخه بهېده
2
او د ښار د لوی سرک له منځ نه تېرېده. د سیند په دواړو غاړو کې د ژوندانه ونه وه چې په کال کې به یې دولس ډوله مېوه نیوله او هره میاشت کې به یې یوځل. د دې ونې پاڼې د قومونو د علاج دپاره وې.
3
په هغه ښار کې به نور داسې شی نه وي چې د خدای لعنت ورباندې وي. د خدای او وري تخت به په هغه ښار کې وي او د خدای خدمتګاران به د خدای عبادت کوي.
4
هغوی به هغه مخامخ ویني او د هغه نوم به د هغوی په تندیو باندې لیکل شوی وي.
5
هلته به نوره شپه نه وي او هغوی به د څراغ یا لمر رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه څښتن خدای به د هغوی دپاره رڼا وي او هغوی به تل ترتله هلته پاچاهي کوي.
6
بیا فرښتې ماته وویل: «دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي. څښتن خدای چې خپلو پیغمبرانو ته الهام ورکوي، خپله فرښته رالېږلې ده چې خپلو خدمتګارانو ته هغه شیان وروښایي چې ډېر زر به پېښ شي.»
7
عیسی مسیح وایي: «واورئ، زه زر درځم، بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه مني.»
8
زه یوحنا هغه څوک یم چې دا شیان مې واورېدل او ومې لیدل. څنګه چې مې دا شیان واورېدل او ولیدل، نو د هغې فرښتې په پښو کې چې دا شیان یې راته ښودلي وو، پرېوتم چې سجده ورته وکړم.
9
خو هغې ماته وویل: «داسې مه کوه! زه خو ستا او ستا د ورونو یعنې پیغمبرانو او هغو کسانو په شان چې د دې کتاب پیغامونه مني، د خدای یوه خدمتګاره یم. یوازې د خدای عبادت کوه.»
10
بیا هغې ماته وویل: «د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه مه پټوه، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا شیان به پېښ شي.
11
پرېږده چې بدکاران خپل بد کارونه وکړي او فاسد خلک خپل فساد ته دوام ورکړي، عادلان دې خپلو نېکو کارونو ته دوام ورکړي او سپېڅلي خلک دې سپېڅلي اوسي.»
12
عیسی وایي: «واورئ، زه زر درځم او د ځان سره به هرچا ته د هغه د عملونو سره سم اجر او بدل ورکړم.
13
زه الف او یا یم، زه اول او اخر یم، زه شروع او پای یم.»
14
بختور دي هغه خلک چې خپلې چپنې پاکې ووینځي، ترڅو د دې حق ولري چې د ژوندانه د ونې مېوه وخوري او وکولای شي چې ښار ته د دروازو له لارې ورننوځي.
15
خو سپي، جادوګران، زناکاران، قاتلان، بت پرستان او دروغجن خلک به د ښار څخه دباندې پاتې وي.
16
«ما عیسی خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې کلیساګانو دپاره دا پیغام ورسوي. زه د داود د نسل څخه یم او د سهار ځلېدونکی ستوری یم.»
17
روح القدس او ناوې عیسی ته وایي: «راشه!» او څوک یې چې اوري، هغه دې هم ووایي: «راشه!» څوک چې تږی وي، هغه دې راشي، او څوک چې د ژوندون اوبه غواړي، هغه دې دا اوبه لاسته راوړي، ځکه چې وړیا دي.
18
زه یوحنا هر هغه چاته چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه اوري، خبرداری ورکوم چې که چېرې څوک د خپل ځان نه په هغه کې کوم شی ورزیات کړي، نو خدای به هغه بلاګانې چې په دې کتاب کې بیان شوې دي، د هغه په سر باندې راولي.
19
او که څوک د دې پېشګویانو او پیغام څخه کوم څه کم کړي، نو خدای به هغه د ژوندانه د ونې او سپېڅلي ښار نه چې په دې کتاب کې بیان شوي دي، بې برخې کړي.
20
هغه څوک چې د دې ټولو شیانو په هکله شاهدي ورکوي، وایي: «هو، زه زر درځم!» امین، ای څښتنه عیسی، راشه!
21
په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی فضل وي.
← Chapter 21
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22