bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 9
Revelation 9
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 10 →
1
بیا پنځمې فرښتې خپل سرنی وواهه او ما یو ستوری ولیده چې د اسمان نه ځمکې ته راولوېد او هغه ستوري ته د ځمکې د تل د لارې کیلي ورکړل شوې وه.
2
هغه په دې کیلي باندې د ځمکې د تل لاره خلاصه کړه او د هغې کندې نه د یو لوی داش د لوګي په شان لوګی راپورته شو او لمر او هوا د هغه داش د لوګي له امله تیاره شوه.
3
بیا د لوګي نه ځمکې ته ملخان راووتل او هغوی ته لکه د لړمانو په شان قدرت ورکړل شو.
4
هغوی ته وویل شول چې واښو، ونو او بوټو ته زیان ونه رسوي، بلکې یوازې هغو خلکو ته زیان ورسوي چې د هغو په تندیو باندې د خدای مهر نه وي لګېدلی.
5
ملخانو ته اجازه ورکړل شوه چې هغه خلکو ته پنځه میاشتې عذاب ورکړي، داسې عذاب چې د لړم د چیچلو په شان وي، خو د هغوی د وژلو اجازه ورته نه وه ورکړل شوې.
6
په هغو ورځو کې به دغه کسان مرګ وغواړي خو مرګ به ورته نه راځي. هغوی به د مرګ په ارمان وي، خو مرګ به ورڅخه تښتي.
7
دا ملخان د هغو اسونو په شان ښکاره کېدل چې جنګ ته تیار وي. د هغوی په سرونو باندې د سرو زرو په شان تاجونه وو او مخونه یې د انسان د مخونو په شان وو.
8
د هغوی ویښتان د ښځو د ویښتانو په شان وو او غاښونه یې د زمریو د غاښونو په شان وو.
9
هغوی لکه د اوسپنې څخه جوړ شویو زغرو کالي اغوستې وو او د هغوی د وزرونو اواز د اسونو او ډېرو جنګي ګاډیو د غړمبار په شان ؤ چې د جنګ میدان ته ځغلي.
10
د هغوی لکۍ ګانو لکه د لړمانو د لکیو په شان نېشونه لرل چې د دې قدرت یې درلود چې په خپلو لکۍ ګانو سره پنځه میاشتې خلک وځوروي.
11
د هغوی پاچا یوه فرښته وه چې د ځمکې د تل د کندې مشره وه چې په عبراني ژبه کې د هغې نوم ابدون او په یوناني ژبه کې آپولیون ؤ چې معنی یې تباه کوونکې دی.
12
یوه بلا تېره شوه او دوه نورې شته چې راتلونکې دي.
13
بیا شپږمې فرښتې خپل سرنی وواهه او یو اواز مې واورېد چې د سرو زرو د قربانۍ د ځای د څلورو کونجونو څخه چې د خدای په حضور کې ؤ، راووت.
14
هغه اواز شپږمې فرښتې ته چې سرنی ورسره ؤ، وویل: «د لوی فرات د سیند نه هغه څلور تړل شوې فرښتې ازادې کړه.»
15
نو هغه څلور فرښتې ازادې شوې چې د درېمې برخې انسانانو د وژلو دپاره د دې کال، د دې میاشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره تیارې کړای شوې وې.
16
ما د سپرو لښکرو شمېر واورېد چې دوه سوه میلیونه وو.
17
ما په رویا کې اسونه او په هغو باندې سپاره کسان ولیدل. سپرو کسانو د اور په شان سرې، اسماني رنګه او د ګوګړو په شان زیړې زغرې اغوستې وې. د اسونو سرونه یې د زمریو د سرونو په شان وو او د خولې نه یې اور، لوګی او د ګوګړو لمبې راوتلې.
18
د دې درېو بلاګانو یعنې اور، لوګي او ګوګړو په وسیله چې د هغوی د خولې نه راوتل، درېمه برخه انسانان مړه شول.
19
ځکه چې د اسونو قوت د هغوی په خولو او لکۍ ګانو کې ؤ. د هغوی لکۍ ګانې د مارانو په شان وې چې په خپلو سرونو باندې یې خلک ټپي کول.
20
پاتې انسانان چې د دې بلاګانو په وسیله نه وو وژل شوي، د خپلو عملونو نه توبه ونه ویستله او هغوی د پېریانو او بتانو د عبادت څخه لاس وانخیست چې د سرو زرو، سپینو زرو، برنجو، تیږو او لرګیو څخه جوړ شوي وو او نه یې شو کولای وویني، واوري او وګرځي.
21
همدارنګه هغوی د قتل، جادوګرۍ، زناکارۍ او غلا نه توبه ونه ویستله.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22