bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 7
Revelation 7
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 8 →
1
له دې نه وروسته مې څلور فرښتې ولیدلې چې د ځمکې په څلورو کنجونو کې ولاړې وې او د څلور واړو بادونو مخه یې نیولې وه، ترڅو په ځمکه، بحر او یا په کومه ونه باندې ونه لګیږي.
2
بیا ما بله فرښته ولیدله چې د لمرخاته خوا نه راپورته کېدله او د ژوندي خدای مهر ورسره ؤ او په لوړ اواز یې هغو څلورو فرښتو ته نارې ووهلې چې دا اختیار ورته ورکړل شوی ؤ چې ځمکې او بحر ته زیان ورسوي.
3
هغې فرښتې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ د خدای د خدمتګارانو په تندیو باندې مهر نه وي لګولی، تر هغې پورې ځمکې، بحر یا ونو ته زیان ونه رسوئ.»
4
بیا مې واورېده چې د هغو کسانو شمېر چې په تندیو باندې یې مهر لګېدلی ؤ، ۱۴۴۰۰۰ تنه ؤ. هغوی د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه وو.
5
دولس زره د یهودا د قبیلې څخه دولس زره د روبین د قبیلې څخه دولس زره د جاد د قبیلې څخه
6
دولس زره د اشیر د قبیلې څخه دولس زره د نفتالي د قبیلې څخه دولس زره د منسي د قبیلې څخه
7
دولس زره د شمعون د قبیلې څخه دولس زره د لاوي د قبیلې څخه دولس زره د ایساکار د قبیلې څخه
8
دولس زره د زبولون د قبیلې څخه دولس زره د یوسف د قبیلې څخه دولس زره د بنیامین د قبیلې څخه.
9
له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې،
10
او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.»
11
ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګردچاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ
12
هغوی ویل: امین! ثنا او صفت او جلال حکمت او شکرګزاري عزت، قدرت او قوت دې وي تل ترتله زمونږ د خدای، امین!
13
بیا د مشرانو څخه یو تن زما څخه پوښتنه وکړه: «دا خلک چې سپینې چپنې یې اغوستې دي څوک دي او له کوم ځای نه راغلي دي؟»
14
ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپینې کړي دي.
15
له دې امله دي ولاړ هغوی د خدای د تخت په مخکې او شپه او ورځ کوي خدمت د هغه کور کې چې په تخت باندې ناست دی هغه څوک په خپل شتون کې به پناه ورکړي هغوی ته او کوي ساتنه به یې
16
نور به هېڅکله نه وږي کیږي هغوی او هم تږي کیږي به نه زیان به ونه رسوي دوی ته نه لمر او نه سوځوونکې ګرمي
17
ځکه هغه وری چې دی د تخت په منځ کې هغه به کړي د دوی شپونتوب او د ژوندون د اوبو چینو ته به بیایي هغوی او خدای به پاکې ټولې اوښکې کړي د هغوی له سترګو څخه»
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22