bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 13
Revelation 13
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 14 →
1
بیا ما ولیدل چې یو ځناور د بحر نه راووت چې لس ښکرونه او اووه سرونه یې لرل. د هغه په هر ښکر باندې یو تاج ؤ او په هر سر باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
2
هغه ځناور چې ما ولیده د پړانګ په شان ؤ او پښې یې د اېږې او خوله یې د زمري په شان وه. ښامار هغه ته خپل قدرت، تخت او ډېر واک او اختیار ورکړ.
3
ما ولیدل چې د هغه ځناور یو سر د مرګ ګوزار خوړلی ؤ، خو د هغه زخم جوړ شوی ؤ. ټوله نړۍ حیرانه وه او د هغه ځناور پسې روانه شوه.
4
خلکو هغه ښامار ته عبادت وکړ، ځکه چې هغه خپل واک او اختیار هغه ځناور ته ورکړی ؤ. هغوی هغه ځناور ته هم عبادت وکړ او ویل یې: «څوک د دې ځناور په شان زورور دی؟ څوک کولای شي چې د هغه سره جنګ وکړي؟»
5
هغه ځناور ته اجازه ورکړل شوه چې کبرجنې خبرې وکړي او کفر ووایي او هغه ته واک او اختیار ورکړل شو چې تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې حکومت وکړي.
6
هغه خپله خوله خلاصه کړه چې د خدای په خلاف کفر ووایي. هغه د خدای نوم، د هغه استوګنځي او هغو کسانو ته چې په اسمان کې اوسیږي، کفر وویل.
7
هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خدای د خلکو سره وجنګیږي او په هغوی باندې بریالی شي او په ټولو قبیلو، قومونو، ژبو او ملتونو باندې حکومت وکړي.
8
ټول خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي د هغه عبادت به کوي، بې له هغو کسانو څخه چې نومونه یې د پیدایښت نه مخکې د هغه حلال شوي وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
9
څوک چې غوږونه لري هغه دې واوري:
10
هغه څوک چې اسیر کیږي هغه به اسیر شي چې په توره وژل کیږي هغه څوک هغه به ووژل شي توره باندې دا په دې معنی ده چې د خدای سپېڅلي خلک باید په صبر او زغم سره وفادار پاتې شي.
11
بیا ما یو بل ځناور ولیده چې د ځمکې نه راووت. هغه د وري په شان دوه ښکرونه لرل او د ښامار په شان یې خبرې کولې.
12
هغه د لومړني ځناور په شتون کې د هغه د ټول واک او اختیار څخه کار اخیسته او ټوله ځمکه او د هغې اوسېدونکي یې دې ته مجبورول چې د هغه لومړني حیوان عبادت وکړي چې وژونکی زخم یې جوړ شوی ؤ.
13
هغه لویې معجزې ښودلې، تر دې پورې چې د خلکو په مخکې یې د اسمان نه په ځمکه باندې اور ووراوه.
14
هغه په هغو معجزو سره چې اجازه ورکړل شوې وه چې د لومړني ځناور په حضور کې یې وښایي، د ځمکې اوسېدونکي غولول. هغوی ته یې ویل چې د هغه لومړني ځناور مجسمه جوړه کړي چې په توره باندې زخمي شوی ؤ او تر اوسه لا ژوندی دی.
15
هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د لومړني ځناور په مجسمه کې ساه واچوي چې خبرې وکړي او وکولای شي هغه خلک ووژني چې د هغې مجسمې عبادت نه کوي.
16
هغه ټول خلک د کوچنیو نه نیولې تر لویانو، شتمنو نه تر غریبو، ازادو نه تر غلامانو پورې مجبورول چې په خپل ښي لاس یا تندي باندې یوه نښه ولګوي.
17
هېچا نه شو کولای چې څه شی واخلي او یا یې خرڅ کړي، ترڅو پورې چې هغه نښه یا د هغه ځناور د نوم شمېره پرې نه وي لګېدلې چې د هغه د نوم څرګندونه کوي.
18
د دې دپاره پوهه او حکمت په کار دی. نو څوک چې پوه وي باید د هغه ځناور د شمېرې په معنی پوه شي، ځکه چې دا د انسان شمېره ده. هغه شمېره ده ۶۶۶.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22