bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 10
Revelation 10
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 11 →
1
بیا ما یوه بله قوي فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله، هغه په ورېځو باندې پوښل شوې وه او په سر باندې یې د بوډۍ ټال ؤ. څېره یې د لمر په شان ځلېدله او پښې یې د اور د پایو په شان وې.
2
د هغې په لاس کې یو کوچنی طومار ؤ چې پرانیستل شوی ؤ. هغې خپله ښي پښه په بحر کې او چپه پښه په ځمکه کېښودله.
3
هغې د زمري د غړمبار په شان په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغې چیغې کړې نو اووه تندرونه وغرېدل.
4
کله چې هغه اووه تندرونه وغرېدل، نو ما غوښتل چې یو څه ولیکم، خو د اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «څه چې هغو اووه تندرونو ویلي دي هغه پټ وساته او هغه مه لیکه.»
5
بیا ما هغه فرښته چې په بحر او وچه ځمکه باندې ولاړه وه ولیدله، هغې خپل ښي لاس اسمان ته پورته کړ
6
او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي!
7
خو په هغه وخت کې کله چې اوومه فرښته خپل سرنی ووهي، نو د خدای پټ راز به پوره شي، لکه څنګه چې هغه خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو ته ویلي وو.»
8
بیا ما یوځل بیا هغه اواز واورېد چې د اسمان نه یې زما سره خبرې کولې او ویل یې: «لاړ شه او د هماغې فرښتې د لاس نه چې په بحر او وچه باندې ولاړه ده، هغه پرانیستل شوی طومار واخله.»
9
نو زه هغې فرښتې ته ورغلم او ورته مې وویل: «هغه کوچنی طومار ماته راکړه.» هغې وویل: «واخله او ویې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړي، خو خوله به دې لکه د شاتو په شان خوږه وي.»
10
نو ما هغه کوچنی طومار د فرښتې د لاس نه واخیست او ومې خوړ، هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ولګېده، خو کله چې مې تېر کړ نو زما خېټه یې ترخه کړه.
11
بیا راته وویل شول: «ته باید یوځل بیا د خدای پیغام ډېرو خلکو، قومونو، ژبو او پاچاهانو ته ورسوې.»
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22