bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
/
Revelation 6
Revelation 6
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
1
بیا مې ولیدل چې وري د هغو اوو مهرونو څخه یو مهر مات کړ. له هغې وروسته مې د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه د یو اواز چې د تندر په شان ؤ، واورېد چې ویل یې: «راشه!»
2
ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو سپین اس ؤ او د هغه کس سره چې ورباندې سپور ؤ یوه لینده وه او هغه ته یو تاج ورکړل شو او هغه ووت چې بری ومومي.
3
کله چې وري دوهم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې دوهم ژوندي مخلوق ویل: «راشه!»
4
یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.
5
کله چې وري درېم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې درېم اسماني موجود ویل: «راشه!» ما وکتل او یو تور اس مې ولیده او په هغه باندې د سپور کس په لاس کې یوه ترازو وه.
6
د هغو څلورو اسماني موجوداتو له منځ نه مې یو اواز واورېد چې ویل یې: «د یو مزدور ورځنۍ مزدوري به یو کیلو غنم او یا درې کیلو اوربشې وي. خو د زیتون ونې او د انګورو تاک ته زیان مه رسوئ.»
7
کله چې وري څلورم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې څلورم اسماني موجود ویل: «راشه!»
8
ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو اس ؤ چې رنګ یې زیړ ؤ او څوک چې په هغه اس باندې سپور ؤ د هغه نوم مرګ ؤ او قبر ورپسې ډېر نژدې روان ؤ. هغوی ته د ځمکې د څلورمې برخې واک او اختیار ورکړل شوی ؤ چې په توره، قحطۍ، د طاعون په ناروغۍ او ځنګلي ځناورو باندې خلک مړه کړي.
9
کله چې وري پنځم مهر مات کړ، نو ما د قربانۍ د ځای لاندې د هغو خلکو روحونه ولیدل چې د خدای د کلام او په خپلې شاهدۍ کې د وفادارۍ په خاطر وژل شوي وو.
10
هغوی په لوړ اواز نارې کړې: «ای څښتن تعالی، سپېڅلی او رښتینی خدایه! ترڅو پورې به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت نه کوې او د هغوی څخه به زمونږ د وینې بدل نه اخلې؟»
11
هغوی هر یو ته سپینه چپنه ورکړل شوه او ورته وویل شول چې تر هغې پورې لږ نور صبر وکړئ، ترڅو ستاسو د ورونو او د خدای د نورو خدمتګارانو شمېر چې ستاسو په شان باید ووژل شي، پوره شي.
12
بیا ما وکتل او ومې لیدل چې وري شپږم مهر مات کړ او یوه سخته زلزله وشوه او لمر د ویر د کالیو په شان تور شو او سپوږمۍ لکه د وینې په شان سره شوه.
13
ستوري د اسمان نه داسې راولوېدل لکه څنګه چې خام انځران د سخت باد له امله د ونې نه په ځمکه رالویږي
14
او اسمان داسې فنا شو لکه څنګه چې طومار سره تاو او راتاو شي او هر غر او هره جزیره له خپله ځایه وخوځېدله.
15
نو بیا د ځمکې پاچاهانو، حاکمانو، قومندانانو، شتمنو، زورواکانو او ټولو خلکو که هغه غلامان وو یا ازاد، خپل ځانونه په غارونو او د غرونو د ګټانو په منځ کې پټ کړل.
16
هغوی غرونو او ګټانو ته غږ وکړ: «په مونږ راولوېږئ او د هغه کس له نظره چې په تخت باندې ناست دی او د وري له غضب نه مو پټ کړئ.
17
ځکه چې د خدای او د وري د لوی غضب ورځ رارسېدلې ده، څوک کولای شي د هغه په وړاندې ودریږي؟»
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22