bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 1
Proverbs 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 2 →
1
د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.
2
د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى.
3
دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ.
4
دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.
5
دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،
6
نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.
7
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.
8
زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه.
9
د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى.
10
زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.
11
کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بېګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو.
12
راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى.
13
مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو.
14
راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“
15
زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
16
ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.
17
د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بېفائدې دى.
18
خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى.
19
هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.
20
حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى.
21
د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى،
22
”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟
23
راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم.
24
ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه،
25
تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل،
26
خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى،
27
کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى،
28
نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى.
29
ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل،
30
دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه.
31
نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.
32
د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.
33
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31