bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 11
Proverbs 11
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 12 →
1
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
2
کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى.
3
د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بېايمانه په خپلې بېايمانۍ تباه دى.
4
د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى.
5
د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى.
6
د صادقانو صداقت هغوئ بچ کوى، خو بېايمانه خپل لالچ کښې ګېر شى.
7
کله چې يو بدعمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شى. هر څومره اُميدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لرى هغه پناه شى.
8
صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.
9
په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډيان تباه کوى، خو صادق به د خپل عِلم په ذريعه بچ شى.
10
کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.
11
د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى.
12
هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى.
13
غېبت کوونکے د نورو راز خوروى، خو قابل اعتماد کس راز پټ ساتى.
14
خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى.
15
کۀ چرې څوک د يو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړى نو په يقين سره به دا کس تاوانى شى، او کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ورنۀ کړى نو هغه به بچ پاتې شى.
16
يوه رحمدله ښځه عزت او احترام ګټى، خو بېرحمه سړى مال دولت ګټى.
17
يو رحمدله کس خپل ځان ته فائده ورکوى، خو ظالم سړے خپل ځان په تکليفونو کښې راګېروى.
18
بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.
19
رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.
20
مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږۀ وى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى د چا چال چلن چې بېداغه وى.
21
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
22
د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى.
23
د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى.
24
يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
25
يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.
26
خلق د هغه چا نه نفرت کوى څوک چې د ګرانۍ دپاره غله ذخيره کوى، خو د هغه چا خير غواړى څوک يې چې خرڅوى.
27
کۀ چرې تۀ خير غواړې نو تۀ به خير ومومې، خو شر هغه چا ته ورسيږى څوک يې چې لټون کوى.
28
څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى.
29
څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى.
30
د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.
31
کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31