bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 7
Proverbs 7
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 8 →
1
زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه.
2
زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې.
3
هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه او د خپل زړۀ په تخته يې وليکه.
4
حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشتهدار ووايه.
5
دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى.
6
يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل،
7
نو ما څۀ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې يو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے.
8
نو هغه د هغې د کور سره په نزدې کوڅه کښې روان وو، کومه لار چې د هغې کور ته تلې وه،
9
د ماښام په وخت کښې، تيارۀ خوره شوه او شپه شروع شوه.
10
نو بيا يوه ښځه بهر راغله چې د هغۀ سره مِلاو شى. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، او په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړى.
11
هغه بېشرمه او بېحيا ښځه وه چې ټوله ورځ هواګيره ګرځېدله.
12
هغه تل په کوڅو، او په چوکونو کښې ګرځى، او د ښار په هر ګوټ کښې ولاړه وى.
13
هغې هغۀ له غاړه ورکړه او ښُکل يې کړو، او په خپلو بېشرمو سترګو سره يې هغۀ ته ووئيل،
14
”نن ما کره د قربانۍ غوښه ده او ما خپل نذر پوره کړو.
15
نو زۀ بهر راووتلم چې تا سره مِلاو شم، ما ستا لټون کولو او تۀ راته مِلاو شوې.
16
ما په خپل کټ باندې د مِصر رنګارنګ د لټې څادرونه اچولى دى.
17
ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده.
18
راځه چې تر سحره پورې په مينه کښې ډُوب شُو. او د يو بل د مينې نه خوند واخلو.
19
ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته. هغه په لرې سفر باندې تلے دے.
20
هغۀ خپل جيب د پېسو نه ډک کړے دے، او د دې مياشتې تر آخره به واپس نۀ راځى.“
21
نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو.
22
نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى
23
ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.
24
نو بيا زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته توجو وکړئ.
25
خپل زړۀ ته اجازت مۀ ورکوه چې د داسې ښځې طرف ته مائل شى، او يا د هغې په غلطو لارو روان شى.
26
هغه د ډېرو کسانو د تباهۍ سبب شوې ده او د بېشمېره کسانو د مرګ سبب شوې ده.
27
د هغې کور د قبر طرف ته لار ده، او دا د مرګ دالان ته لارښودنه کول دى.
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31