bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 15
Proverbs 15
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 16 →
1
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
2
د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بېوقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.
3
د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى.
4
نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى.
5
کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے.
6
د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى.
7
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
8
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
9
مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى.
10
د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.
11
دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟
12
مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى.
13
خوشحاله زړۀ مخ شادابه ښائى، خو پرېشانه زړۀ د انسان روح ماتوى.
14
د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى.
15
د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى.
16
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
17
دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده.
18
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
19
د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.
20
هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
21
کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى.
22
چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
23
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
24
د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى.
25
مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.
26
مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى.
27
لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.
28
صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.
29
مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.
30
روڼ تندے زړۀ ته خوشحالى ورکوى، او ښۀ زيرے بدن تازه کوى.
31
هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى.
32
هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى.
33
د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31