bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 31
Proverbs 31
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 30
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
1
دا هغه پېغام دے چې لمواېل بادشاه ته خپلې مور تعليم ورکړے وو.
2
اے زما زويه، اے زما د تن نه په نذرانو او منښتو پېدا شوى زويه،
3
خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى.
4
اے لمواېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.
5
هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شريعت ترې نه هېر شى او ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړى.
6
شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى.
7
دوئ پرېږده چې ځان نشه کړى او چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هېر شى.
8
د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى.
9
خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.
10
يوه پاکه او عزتمنده ښځه څوک پېدا کولے شى؟ هغه د لعلونو نه زياته قيمتى وى.
11
د خاوند په هغې باندې پوره باور وى، او هغه به دے د څۀ محتاجه نۀ کړى.
12
په خپل ټول عمر کښې به دا هغۀ ته فائده ورکوى او نقصان به نۀ ورکوى.
13
هغه سنډ او وړۍ پېدا کوى او د هغې نه په خپلو لاسونو په خوشحالۍ سره کپړې جوړوى.
14
هغه د سوداګرو د سمندرى جهاز په شان وى، څوک چې خپل خوراک د لرې نه راوړى.
15
هغه سحر وختى راپاڅى لا چې تيارۀ وى او د خپل خاندان دپاره خوراک تياروى او خپلو وينځو ته کار ورښائى.
16
د زيات سوچ کولو نه وروستو هغه چرته زمکه خوښوى او په بيعه يې اخلى او د خپلې ګټې او محنت په پېسو پکښې د انګور باغ لګوى.
17
هغه خپل کار په ډېر محنت او د زړۀ نه کوى، او د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وى.
18
هغه په دې پوهيږى چې روزګار يې ګټه کوى، نو په شپه کښې تر ناوخته کار کوى.
19
هغه په خپلو لاسونو سره څرخه کوى او دوک په خپلو ګوتو سره نيسى.
20
هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.
21
کله چې واوره وريږى نو د هغې سره د خپل خاندان څۀ فکر نۀ وى، ځکه چې هغې دوئ ته ګرمې جامې تيارې کړى وى.
22
هغه د خپل کټ دپاره څادر او د خپل ځان دپاره نازکې او رنګارنګ کپړې تياروى.
23
د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاويږى، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وى.
24
هغه د کتان جامې جوړوى او خرڅوى، او تاجرانو ته يې د پټۍ په شکل کښې هم ورکوى.
25
هغه د طاقت او وقار په لباس ملبوسه ده او د راتلونکو ورځو په حقله هغه خاندى او بېفکره وى.
26
هغه په حِکمت سره خبرې کوى، او هغه په مهربانۍ سره ښودنه کوى.
27
هغه د خپل کور په حالاتو او سامان باندې خيال ساتى او د ناراستۍ روټۍ نۀ خورى.
28
د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى،
29
”ډيرې ښځې دى چې د عزت او درانۀ کارونه کوى، خو تۀ د دې ټولو نه ښۀ يې.“
30
نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده.
31
کوم کارونه چې هغې کړى دى هغې ته يې اجر ورکړئ، او د خلقو په مينځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.
← Chapter 30
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31