bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 17
Proverbs 17
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 18 →
1
د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى.
2
يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى.
3
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
4
بدکاره انسان خرابو خبرو ته غوږ نيسى او دروغژن غېبت ته توجو ورکوى.
5
هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بېعزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بېسزا پاتې نۀ شى.
6
نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.
7
کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.
8
رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.
9
هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى.
10
يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.
11
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
12
دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بېوقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.
13
کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.
14
د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
15
بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.
16
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
17
دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.
18
څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى.
19
هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى.
20
هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.
21
د چا په کور کښې چې بېوقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بېوقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته.
22
خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى.
23
بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى.
24
د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بېوقوفه لټون بېمقصده وى.
25
کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.
26
يو بېګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده.
27
يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى.
28
تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى.
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31