bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 23
Proverbs 23
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 24 →
1
کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى.
2
په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې.
3
د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے.
4
خپل ځان په مالداره کولو مۀ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې.
5
ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.
6
د يو شوم سړى روټۍ مۀ خوره او د هغۀ د مزيدارو خوراکونو ارمان مۀ کوه.
7
هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.
8
ځکه چې تاسو څۀ خوړلى وى هغه به په پوزه باقۍ کړئ او ستاسو ټولې ښُکلې خبرې به بېفائدې شى.
9
يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼى.
10
په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بېځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.
11
ځکه چې د هغوئ بچ کوونکے زورَور دے او هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمې طرفدارے وکړى.
12
خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.
13
د خپل اولاد تربيت مۀ پرېږده. کۀ تۀ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړۀ نۀ شى.
14
هغۀ ته په چوکه سزا ورکړئ او هغه به د عالمِ ارواح نه بچ کړئ.
15
زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى.
16
دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شى کله چې تۀ رښتيا خبرې کوې.
17
خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.
18
په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.
19
زما زويه، ما ته غوږ ونيسه، هوښيار اوسه، او خپل زړۀ په صحيح لار باندې قائم وساته.
20
د شرابيانو سره ناسته پاسته مۀ کوه، او د خېټورو سره مۀ ګرځېږه.
21
ځکه چې شرابيان او خيټور به غريبانان شى. او ډېر خوب به هغوئ ته شلېدلې جامې ورواغوندى.
22
خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بېعزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.
23
حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.
24
د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى.
25
ستا مور او پلار دې خوشحالى وکړى، او هغه دې خوشحالى وکړى چا چې تۀ زيږولے يې.
26
زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.
27
ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.
28
هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بېوفا سړى زياتوى.
29
څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟
30
دا هغوئ دى څوک چې په مےخانو کښې وخت تېروى، او د رنګارنګ ميو پيالۍ څښى.
31
ميو ته مۀ ګوره کله چې دا سرۀ وى او کله چې په پياله کښې شُغلې وهى او په آسانه سره تېريږى.
32
په آخر کښې دا لکه د مار چيچل کوى او لکه د منګور په شان زهريله وى.
33
ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى.
34
تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى.
35
نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“
← Chapter 22
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 24 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31