bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Proverbs 25
Proverbs 25
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 26 →
1
دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى.
2
دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.
3
څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دى.
4
د سپينو زرو نه ملاوټ لرې کړه ترڅو زرګر ترې نه يو ښائسته لوښے جوړ کړى.
5
نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.
6
د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.
7
دا به ښۀ وى چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ او نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بېعزته کړى او ښکته دې کښېنوى. څۀ چې تا په خپلو سترګو ليدلى وى
8
نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
9
کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه.
10
او کۀ چرې هغه دا واورى او تا وشرموى، نو بيا به تۀ خپله دا بدنامى هيڅکله ختمه نۀ کړې.
11
په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى.
12
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
13
يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.
14
لکه د هغه وريځ او هوا په شان چې باران نۀ ورَوى، هغه څوک دے چې د تُحفو ورکولو وعده کوى او بيا يې نۀ ورکوى.
15
د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.
16
کۀ چرې تا ته شهد مِلاو شى نو ضرورت نه زيات مۀ خوره، په زيات خوړلو به دا قے کړې.
17
د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تۀ ډېر ورځې نو کېدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى.
18
څوک چې د خپل ګاونډى خلاف د دروغو ګواهى ورکوى هغوئ لکه د لَوړ، يا تُورې يا د تېرۀ غشى غوندې خطرناک وى.
19
لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى.
20
يو خفه کس ته چې څوک د خوشحالۍ سندرې وائى، نو هغه به داسې وى لکه چې د يو کس نه په يخ موسم کښې څادر اخوا کړى، او يا سرکه د هغۀ په زخم واړوى.
21
کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.
22
نو په داسې کولو سره تۀ د هغۀ په سر باندې به بل سکارۀ واړوې، او مالِک خُدائ به تا له اجر درکړى.
23
لکه څنګه چې د شمال هوا باران راولى، نو دغه شان پشى شا خبرې کول د خلقو مخ د غصې نه تک سور کړى.
24
دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوې نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسېږې.
25
لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے.
26
کۀ يو صادق انسان د بدکاره په سازش کښې راشى نو هغه بيا د ګنده چينې او يا خراب کوهى په شان وى.
27
دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.
28
څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بېوسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.
← Chapter 24
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 23
Chapter 24
Chapter 25
Chapter 26
Chapter 27
Chapter 28
Chapter 29
Chapter 30
Chapter 31
Chapter 26 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31